په نړۍ کې د عدالت د تامین لپاره څو اړخیزم عملي کېدل اړین دي

نړۍ نن سبا د امنیت، اقتصاد، اقلیم، روغتیا او نورو برخو کې له ستونزو او ګواښونو سره مخ ده چې د دې ټولو د مخنيوي لپاره هڅې د هر هېواد او آن هر انسان دنده ده.
 
خو پوښتنه دا ده چې د دې ټولو مخنیوی به څنګه ممکن وي؟ آيا داسې لارې به شتون ولري؟
 
په دې لیکنه کې هڅه شوې چې پورته پوښتنو ته د ځواب پيدا کولو ترځنګ د څو اړخیزم د ګټو او یو اړخیزم د زیانونو او خطرونو او دغه راز د بشر د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو د اړتیاوو او پر ځينو نورو مسایلو بحث وکړو.
له هرڅه مخکې غواړم چې په لنډه توګه څواړخیزم یو اړخیزم پرتله کړم.
 
څو اړخیزم څه دی؟
له څو اړخیزمه مفهموم دا دی چې تجارتي، سیاسي، اقتصادي، نظامي، فرهنګي او ... اړیکې باید د متقابل درناوي پر اساس جوړې شي، د هر هېواد داخلي سیاست ته باید درناوی وشي او د نړۍ برخلیک ټاکونکي تصامیم باید په ګډه او مشترک ډول ونیول شي.
 
نړۍوال ټول د زړه له تله څو اړخیزم او د بشر ګډ برخلیک ټولنه غواړي او په دې اړه که هرڅوک غږ پورته کړي نو ملاتړ يې شوی دی.
 
مثلا، د چین د دولت رییس شي جین پينګ له ننه لس کاله پخوا یعنې ۲۰۱۳ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د انسانو د ګډ برخلیک ټولنې وړاندیز وکړ او په نړیواله کچه يې پراخ ملاتړ او هرکلی وشو.
 
یو اړخیزم څه دی؟
د یو اړخیزم مفهوم دا دی چې تصمیم د یوه لوري له خوا نیول کېږي او پر نړۍ خپله سلطه ساتي چې دا منطقي او منصفانه نده ده، ځکه په دې سره د نورو هېوادونو غرور، استقلال، ګټو او... زیان رسېږي او هېڅ وېښ ضمیر ته د منلو نه دی.
 
د یو اړخیزم ډېر زیان هم مخ پروده او وروسته پاتې هېوادونو ته رسېږي، ځکه زورور به یوازې د خپلو ګټو په رڼا کې پرېکړې کوي او نور به مجبور وي مني به يې، که ويې نه مني نو له مختلفو فشارونو(لکه بندیز، ګواښ او آن نظامي یرغل...)  سره به مخ کېږي.
 
که واضح يې ووایوو نو امریکا د یو اړخیزم ښه مثال دی چې هرڅه يې خوښه وي پر نوره نړۍ يې ور تپي.
 
موږ په نږدې تېر تاریخ کې ډېر داسې مثالونه لرو چې امریکا په خپله خوښه او یو طرفه توګه نړیوال منل شوي قوانین تر پښو لاندې کړي دي چې دلته د ټولو بیان ته اړتیا نه لېدل کېږي، ځکه ټول پوهېږي.
 
یو ټکی باید په پام کې ونیسو او هغه دا چې دغه هېواد د ډلو او بانډونو په جوړولو سره غواړي د څو اړخیزم تمثیل کړي یعنې نمایشي څو اړخیزم وښيي او پر نړۍ د خپلې ناروا سلطې او باج ګیرۍ منلو لپاره د (بشر حقوق، ډيموکراسي، بیان آزادي، ښځو حقوق...) او داسې نورو ظاهرا ښکلو نومونو خلک او عامه اذهان وغولوي او روان وضعیت ته دوام ورکړي.
 
په نړۍ کې د عدالت تامین دوو شیانو ته ډېره اړتیا لري چې واقعي څو اړخیزم دی چې په رڼا کې يې نړیوال نظم باید په مشترک ډول د ټولو له خوا وساتل شي او د ټولو حقوقو ته درناوی وشي او بل د بشر د ګډ برخلیک ټولنې رامنځته کېدل دي.
 
د بشر ګډ برخلیک ټولنه څه ده؟
د بشر ګډ برخلیک ټولنه او څو اړخیزم یو د بل تکمیلونکي دي، په دې معنا چې که یو نه وي، دا بل نا ممکن دی.
 
د بشر ګډ برخلیک ټولنې مفهوم دا دی چې د هستۍ دا نظام نه یوازې پر انسانانو بلکې دلته پر ټولو موجوداتو پورې اړه لري او که په دې نظام کې هر بدلون راځي نو ټول ترې اغیزمن کېږي.
 
بشر چې الله تعالی اشرف المخلوقات پيدا کړی نو ځکه يې مسوولیت دومره زیات دی چې هم د ځان او هم په هستۍ نظام کې د شته ټولو موجوداتو برخلیک ته باید پام وکړي.
 
له تېرو شاوخوا درې- څلورو کالو په اوږدو کې په نړۍ کې د کرونا وبا را پيدا کېدو دا خبره ثابته کړه چې بشر یا انسانان ګډ برخلیک لري او ناروغۍ، مرضونه او افتونه چې د نړۍ په هر ګوټ کې را پيدا کېږي انسان ته متوجه شي نو ټول انسانان اغیزمنوي.
 
دغه راز په نړۍ کې د اقلیم بدلون هم دا ثابته کړه چې د دې زیان عام دی او هر انسان ترې متاثیر کېږي.
نو د دې ټولو خبرو نتیجه دا ده چې په نړۍ کې باید عدالت حاکم وي او ټول باید په دې باور ولري چې دا نړۍ د ټولو مشترک کور دی او که انسان د هستۍ نظام کې له سمندره، ځمکې، فضا او هر څه استفاده کوي نو دا باید په پام کې ونیسي چې که غلط ګام يې کېښود، نو نه یوازې نورو ته، بلکې ټول مخلوق ته يې زیان رسېږي.
 
د څو اړخیزم او بشر ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو لار څه ده؟
د نړۍ تقریبا ټول مصلح هېوادونه او شخصیتونه پردې باور دي چې باید د سلطې او پر نورو د خپلو غوښتنو د ور تپلو سیاست پای ته ورسېږي.
 
خو خبره دا ده چې ځينې هېوادونه د خپل ضعف یا کمزورۍ له وجې دا غږ په احتیاط پورته کوي، يا چوپ پاتې کېږي، خو ځينې يې بیا له امریکا وېره نه لري او په زغرده يې پورته کوي.
 
دا د ټولو مسوولیت دی چې امریکا ته په ګډه قناعت ورکړي او یا يې مجبوره کړي چې نور دې د نړیوالو حقوقو ورکړې ته غاړه کېږدي او له یوجانبه کړنو او پرېکړو تېره شي.
 
چین یو له هغو هېوادونو دی چې هم په اقتصادي برخه کې هم او په نورو برخو کې د امریکا د فشارونو پروا نه لري او د څو اړخیزم او بشر د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو لپاره يې هڅې کړې او په دې اړه يې وړاندیزونه کړي دي.
 
په نړۍ کې د یو اړخیزم رامنځته کېدل د دغه هېواد له مهمو شعارونو دی چې وخت ناوخت يې مشرانو پورته کړی دی.
 
 د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د مارچ په ۲مه د هند په نوي ډيلي کې د جي شل ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې په نړۍ کې د څو اړخیزم د تقويې او نړیوال کېدو موخې ته د سالمې ودې لپاره پر هڅو ټينګار وکړ.
 
ده د جي شل ډلې له غړو هېوادونو وغوښتل چې په دې حساس وخت کې چې نړۍ له مختلفو ننګونو سره مخ ده باید خپلې همکارۍ زیاتې کړي او د نړۍ په پرمختګ کې خپل رول لا زیات کړي.
 
ده وویل، باید د جي شل ډلې غړې هېوادونه د رښتيني څو اړخیزم رامنځته کېدو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو په محوریت نړیوالو بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او موخو په رڼا کې د نړیوالو اړیکو اساسي لارې رعایت کړي.