نړیوال نظم د نړۍ د سترو تصمیم نیونکو قدرتونو ترمنځ د نړیوال سیاست جوړېدو او مدیریت په موخه د لیکلو او نا لیکلو مقرراتو، ترتیباتو او مناسباتو مجموعه ده چې په مختلفو تاریخي دورو کې له لوړو ژورو سره مخ شوې او د بدلون تر ټولو مهم عامل يې «جنګ» پاتې شوی دی.
که څه هم د نړیوال نظم لپاره د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوی او د کاغذ پر مخ يې لیکلي قوانین او اصول موجود دي چې د نړۍ ټولو یا ډېری هېوادونو منلي، مګر په حقیقت کې امریکا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو د خپلو نورو ملګرو په همکارۍ په ډېرو مواردو کې چې د دوی ګټې يې ایجاب کړي د ملګرو ملتونو منل شوي اصول يې تر پښو لاندې کړي دي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ سیاسي نظام اداره عملا پر دوو قطبونو (شرق- غرب) ووېشل شوه.
پخوانی شوروي اتحاد او امریکا چې ځانونه يې د دې جګړې فاتحان ګڼل، د نړۍ سیاسي نظام اداره يې خپله کړه.
که څه هم د ناپیلي غورځنګ Non-Aligned Movement یا نورو نومونو له دې دوو قطبونو د باندې هم یو شمېر هېوادونو شتون درلود خو د نړۍ مدیریت د پخواني شوروي اتحاد او امریکا په واک کې و.
دوی دواړو هم خپلو کې د اقتصادي، نظامي، سیاسي او نورو برخو کې د ګټو زیاتېدو پر سر ډېرې سختې سیالۍ کوې او ترمنځ يې سخته سړه او تبلیغاتي جګړه روانه وه.
خو د تېرې ميلادي پېړۍ په ۸مه لسيزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي ماتې د دغه اتحاد د ړنګېدو پيلامه شوه چې له امله يې له دې هېواد سره پر نړۍ د واکمنۍ خوب پيدا شو.
امریکا هم په ۲۰۰۱ میلادي کال پر افغانستان یرغل وکړ خو له شل کاله وحشت او جګړې وروسته يې په ۲۰۲۱ میلادي کال ماتې وخوړه او دا چې دغه هېواد د منځني ختیځ پر ځينو هېوادونو هم یرغل کړی و او هلته يې پوځي شتون درلود، نو په افغانستان کې يې ناکامېدو، په منځني ختیځ کې هم پښې ولړزولې او نفوذ ساحه يې له لاسه ورکړه او په دې سره نړۍ کې یو اړخیزم عملا د ختمېدو او ځای يې څو اړخیزم ته پرېښودو نښې پيدا شوې.
کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړه او ړنګ شو، نو امریکا په دې وخت کې میدان خالي ولید او د خپلو ګټو د تامینولو لپاره يې لیبرال ډیموکراسي او نورو نومونو خپل ارزښتونه تبلیغ کړل او د خپلو مخالفو دولتونو د سیاسي نظامونو د بدلون او ړنګولو لپاره يې ډول ډول ساختګي حرکتونه جوړ کړل، په ۲۰۰۱ میلادي کال يې پر افغانستان او په ۲۰۰۳ يې پر عراق یرغل وکړ خو پوره شل کاله جګړې وروسته يې په افغانستان کې ماتې وخوړه او په ۲۰۲۱ کې يې له دغه هېواد خپل عسکر وایستل.
له منځني ختیځه یې لاس لنډ او یا لږ تر لږه خپل پخوانی نفوذ کم شو او سوکه سوکه يې په نړیوال نظم کې پخوانی برم د ختمېدو په حال کې دی.
د لویدیځ لیبرال ډیموکراسۍ نه یوازې خپل جذابیت له لاسه ورکړی بلکې دغه الګو په عملي توګه په مختلفو هېوادونو کې ناکامه شوې ده.
نور امریکا په نړۍ کې په پوځي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د قدرت د ثقل مرکز نه دی، بلکې په ختیځ کې د چین او ASEAN Free Trade Area په شان نوي راټوکېدلي نظامي، اقتصادي او سیاسي قدرتونه موجود دي چې د نړۍ د معادلو په جوړولو او تصمیم نیولو کې د پام وړ ونډه لري.
کار پوهان وايي، نوی جوړېدونکی نړیوال نظم به ډېر ښه صفتونه او خاصیتونه ولري چې یو مهم صفت يې څواړخیزم یعنې د نړیوال نظم لپاره ټول تصمیمونه به یو لوری نه، بلکې په مشترک ډول نیول کېږي او هر څوک به ځان پکې شریک ګڼي.
هر هېواد به خپل سیاسي نظام د خپلو خلکو او خپلو داخلي دودونو په رڼا کې جوړوي او هېڅوک به د بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.
اوس نړۍ یا لږ تر لږه آسیا په کچه د چین نفوذ او باور تر امریکا زیات شوی او چين په دې شعار سره چې (نړۍ باید د ټولو له خوا په ګډه اداره شي او هر هېواد حق لري چې خپل سیاسي نظام د خپلو خلکو او داخلي غوښتنو له مخې جوړ کړي او نور هېوادونه دې پکې مداخله نه کوي) توانېدلی چې د نړۍ په ځانګړې توګه آسیاسيي هېوادونو رضایت او باور خپل کړي.
ښه بېلګه يې د چین په منځګړيتوب د منځني ختیځ د دوو مهمو هېوادونو (ایران او سعودي عربستان) ترمنځ له شاوخوا اته کلن ځنډ وروسته د سفیرانو په کچه د اړیکو بېرته جوړېدل دي.
دغه راز امریکا چې په افغانستان کې يې له خپلې ماتې وروسته د دغه هېواد له خلکو سره دښمنۍ ته مخه کړه او شاوخوا نهه میلیارډ ډالر شتمني يې کنګل کړه او نور سخت بندیزونه يې ولګول، چین نه یوازې د امریکا د بندیزونو پروا ونه کړه ، بلکې پر امریکا يې غږ وکړ چې پردغه هېواد بندیزونه لرې کړي او شتمني يې آزاده کړي.
همدارنګه د اوکراین او روسيې لانجې په اړه د امریکا او چین متفاوت دریځونه دي، چې امریکا عملا اوکراین ته وسلې او تجهیزات برابروي او غواړي چې دغه لانجه اوږده او دوامداره وساتي، خو چین په دې موضوع کې نه یوازې بې طرفه پاتې شوی، بلکې د جګړې ختمېدو لپاره يې هڅې هم کوي.
نو پر دې اساس ویلای شوو چې نور په نړۍ کې د یو اړخیزم وخت په ختمېدو دی او څو اړخیزم د قائمېدو په حال کې دی.
وروستي