افغانستان او سیمه کې د امریکا طلسم مات شوی

د افغان حکومت د معقول بهرني سیاست او د سیمې هېوادونو د همکارۍ او هماهنګۍ په نتیجه کې پر دغه هېواد د بندیزونو او څنډې ته کولو په برخه کې د امریکا طلسم مات شوی دی.
 
امریکا په افغانستان کې له خپلې ماتې وروسته د غچ په لټه کې ده، زموږ د هېواد شتمني يې کنګل کړه، ظالمانه بندیزونه يې ولګول، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان ضد دریځونه پاروي او نور هېوادونه هڅوي چې له موږ سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې جوړې نه کړي.
 
خو په عین وخت کې افغان سرپرست حکومت په هوښیارې او ځيرکې بهرنۍ پالیسۍ سره د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره سفارتي، تجارتي، اقتصادي او نورو برخو کې اړیکې جوړې کړې دي چې په دې سره يې د امریکا سیاستونه ناکام کړي دي.
 
د سیمې په مهمو هېوادونه لکه چین، ترکیه،روسیه، هند، پاکستان، ایران، قطر، عربي متحده اماراتو او نورو هېوادونو کې سفارتونه افغان سرپرست حکومت ته سپارل شوي او هغوی هم په کابل کې سفارتونه لري چې که څه هم تر اوسه کوم هېواد په رسمي ډول د سرپرست حکومت پېژندل نه دي اعلان کړي، مګر له حقوقي لحاظه همدا ډيپلوماټيکې اړیکې د رسمیت پېژندلو معنا لري.
 
د مې په لومړۍ او دویمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د موضوع په اړه د ملګرو ملتونو غونډه کې د چین دا دریځ چې دوی د دغه هېواد مسئلې ته د غرب له عینکو نه ګوري، بلکې هلته شته واقعیتونه درک کوي، په دې سره په حقیقت کې د امریکا هغه هڅې ناکامې شوې چې غوښتل يې د ملګرو ملتونو له نومه په استفادې پر افغانستان بندیزونه سخت کړي.
 
دغه راز په اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه هم د امریکا پر مخ درنه څپېړه وه.
 
لومړی خو دا غونډه د افغان حکومت لپاره ځکه یوه بریا ګڼل کېږي چې په خپل تازه او نږدې دوه کلن عمر کې يې وکړای شول چې د امریکا په مشرۍ یو شمېر هېوادونو له خوا وربانډې وضع شوې کلابندي ماته او د چین په شان د سیمې له یوه مطرح هېواد سره د بهرنیو چارو وزارت په کچه غونډه کې مساوي په مساوي ګډون وکړي.
 
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا ګڼل کېږي چې درې واړو لوریو یوځل بیا ټينګار وکړ چې د یو کمربند- یوې لارې پروژې په چوکاټ کې به درې اړخیزو همکاریو ته وده ورکوي او افغانستان ته د چین- پاکستان ګریدور غځولو سره به مرسته کوي.
 
سوداګریزو تبادلو د آسانه کولو لپاره به کار پيلوي او په ګوادر بندر کې به انټروپوټ تجارت کچه زیاتوي.
 
ورپسې دا چې د مې په ۲۴مه د چین او افغانستان ترمنځ له کابو درې کلن ځنډ وروسته هوايي پروازونه پيل شول چې دا هم یوه لوه یوی صنعتي او تجارتي هېواد سره د افغانستان د اړیکو لپاره خاص اهمیت لري او په دې سره د امریکا مخ یوه بله درنه څپېړه هم وخوړله.
 
که څوک وغواړي او یا ونه غواړي په سیمه او نړۍ کې د چین او روسیې بیا په دې دواړو کې هم د چین رول، اهمیت او مقام سترګې نشي پټېدای چې له ښه مرغه دا هېواد د افغانستان له موجوده حکومت سره ښه روابط لري.
 
افغانستان د اشغال کېدو تاریخ ته لنډه کتنه
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د تاریخ په هر پړاو کې د زورورو هېوادونو د نیواکګریو او استعماري سیاستونو قرباني شوی چې ښه مثال يې په تېره کابو یوه پېړۍ کې د انګلیستان- پخواني شوروي اتحاد او بیا د امریکا په مشرۍ کابو ۴۰ لوېدیځو هېوادونو له خوا د دغه هېواد اشغال دی.
 
د اشغال له ختمېدو وروسته د دښمنانو هڅې
که څه هم افغانستان په هر زمان کې اشغالګر مات کړي، خو هر ځل د ازادۍ له اخیستلو وروسته د اشغالګرو له بندیزونو او نورو ډول ډول فشارونو سره مخ شوی چې له امله يې په ډېرو کمو وختونو کې مرکزي او قوي حکومت درلودلی دی.
دا ځل په افغانستان کې د امریکايي اشغال له ماتېدو سره سم، د دغه هېواد طلسم هم مات ښکاري.
 
د امریکا طلسم څنګه مات شوی؟
که انګلیستان زموږ په هېواد تېری کړی نو هغه وخت د هند په شمول ډېری هېوادونه په مستقیم ډول د انګلیستان مستعمرې وې- چین هم هغه وخت د نورو هېوادونو له تېریو سره مخ و، شوروي هم په داسې مقام کې نه و چې د انګلیستان د نیواکګریو مخه ونیسي.
 
په ۲۰۰۱ میلادي کال پر افغانستان د امریکا د یرغل پرمهال هم نړۍ تقریبا یو قطبي وه او ټول د امریکا تر قوماندې یا لاندې و او يا يې د اقتصادي او نورو ستونزو په وجه په داسې موقف کې نه و چې په ښکاره د امریکا د یرغل په مقابل کې راوړاندې شي.
 
خو اوس یقیني خبره دا ده چې د امریکا یکه تازي ختمه شوې او نړۍ څو طبي شوې ده او د امریکا قومانده نه مني، ښه بېلګه يې په افغانستان کې د امریکا ماتې، منځني ختیځ کې د دغه هېواد پخواني دوستان یو په بل پسې له دې هېواده مخ اړوي او یا لږ تر لږه يې پر دغه هېواد خپله تکیه کمه کړې ده.
 
نتیجه:
افغانستان که له یوې خوا په وچه کې محدود هېواد دی، خو له بلې خوا داسې جغرافیايي موقعیت لري چې له نړۍ سره د مرکزي هېوادونو د پله یا څلور لارې رول لوبولای شي.
 
موږ شته واقعیتونو ته په پام سره ویلای شوو چې افغانستان په ښه مسیر روان دی، که بهرنی سیاست مو همداسې دوام ومومي نو هیله ده چې نه یوازې د رسمیت پېژندلو موضوع به حل شي، بلکې هېواد به مو یو سوداګریز بندر او د نړیوالو پانګونو مرکز شي چې بیا به څوک دا سیمه د خپلو ګټو په خطر کې لوېدو له وېرې هم زموږ هېواد نه ناامنه کوي.