افغانستان او د چین او پاکستان مشترک اقتصادي کریډور (CPEC)

افغانستان لپاره د چین- پاکستان اقتصادي کریډور څه اهمیت لري؟ 
په دې لیکنه کې د چین او پاکستان د کریډور او افغانستان ته يې د اهمیت په اړه بحث شوی.

دغه راز د یاد کریډور په اړه لنډ معلومات بیان شوي دي. په نړیوال نظام کې د یوه ستر قدرت په توګه د چین ظهور د دې لامل شوی چې دغه هېواد په خپل بهرني سیاست کې د پخوا په نسبت متفاوت چلندونه خپل کړي.

د چین تر ټولو مهم چلند د «یو کمربند- یوه لار» په چوکاټ کې بیانولای شو. دغه نوښت نه یوازې په ختیځه اسیا کې له امریکا سره د چین د تقابل امکان لرې کړی، بلکې د بېجینګ د دوامدارې اقتصادي ودې لامل هم شوی دی.

«یو کمربند- یوه لار» طرحې نوښت خپله په څو پروژو کې شامل دی چې تر ډېره د دغه هېواد پر لویدیځو سیمو د بيجینګ د تمرکز زیاتېدل دي.

په دې منځ کې پاکستان ځکه مهم دی چې د هند سمندر او فارس خلیج  په څنډه کې واقع دی او د چین په نوي بهرني سیاست کې يې مهم او حیاتي رول پيدا کړی دی.

د چین- پاکستان اقتصادي کریډور چې په ۲۰۱۵ میلادي کال پيل شوی، د پاکستان اهمیت او مقام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو زیاتېدل په ډاګه کوي.

د چین لپاره د دغه کریډور تر ټولو مهمه ګټه چې کولای شي د نړیوال نظام  په فعلي شرایطو کې دچین بهریني سیاست ګټونکی شي، په اقتصادي برخه کې له پولو هاخوا د یوه څرګند سمبول په توګه د چین رول، د یوه نړیوال قدرت په توګه د چین رول او آن د امنیتي اندېښنو لرې کولو په برخه کې د چین رول او بالاخره د نوي اقتصادي الګو جوړولو کې د چین رول بیانوي.

د چین او پاکستان ترمنځ د میلیارډو ډالرو په ارزښت مشترک کریډور، د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمې او سترې همکارۍ طرحه ده چې بشپړېدل به يې پاکستان ته بېلا بېلې مثبتې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې پایلې ولري.

د چین لپاره هم د دې طرحې پر اهمیت سترګې نشي پټېدای. چین به د دې اقتصادي پروژې په بشپړېدو سره عمان، فارس خلیج او هند سمندر ته لار پيدا کړي او دا به له نړۍ سره د چین تجارتي لار لنډه کړي.

نړیوالې سیالۍ منلو شاخص چې هر کال يې د نړۍ د هېوادونو د پرمختګ لپاره د اقتصاد نړیوالې مجمعې له خوا محاسبه او راپور يې خپرېږي، مهم شاخص دی، ځکه نن سبا په نړۍ کې اقتصاد ډېر مهم دی او هر څوک چې ښه اقتصاد ولري هماغه بریالی دی.

اقتصاد پوهان په دې اند دي چې په پاکستان کې «د چین او پاکستان کریډور» عملي کېدو له امله د دغه هېواد اقتصاد د پام وړ وده کړې ده.

د افغانستان لپاره د چین- پاکستان ګډ کریډور(CPEC) اهمیت
افغانستان که له یوې خوا د آسیا په زړه کې موقعیت لري او له ختیځې، سویلي آسیا او اروپا سره د مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د وصل ټکی دی، خو له بلې خوا لسګونو کلونو جګړو له اقتصادي پلوه ډېر کمزوری کړی او اوس په اقتصادي برخه کې د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه سترو اقتصادي قدرتونو مرستې ته نهایت ډېره اړتیا لري.

موږ اړیوو چې د خپل اقتصاد د جوړېدو لپاره په پوره دقت او هوښیارۍ سره هم له ګاونډيو او هم د سیمې او سیمې ها خوا هېوادونو سره تجارتي اړیکې جوړې کړو.

که د وړو او کمزورو هېوادونو اقتصادي وضعیت ته وګورو نو هغه هېوادونه ژر په خپلو پښو درېدای شي چې د نړۍ سترو مصرفي بازارونو ته لار ولري.

له نېکه مرغه افغانستان د نړۍ نوي ستر اقتصادي قدرت (چین) سره ګډه پوله لري او دا یو ښه چانس دی چې که ښه استفاده ترې وشي نو اقدام به مو ژر ښه شي.

بل ښه چانس دا دی چې سږ د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ډیالوګ کې موافقه وشوه چې د چین- پاکستان په اقتصادي کریډور کې به افغانستان هم شامل شي.

شک نشته چې د دې کار ګټه به هم د ټولو (افغانستان، چین او پاکستان) ته رسېږي.
مثلًا که پاکستان غواړي له تاجیکستان، ازبکستان، قرغیزستان او د مرکزي آسیا نورو هېوادونو سره تجارتي تبادله وکړي نو تر ټولو نږدې لار افغانستان دی او په دې توګه دغه هېوادونه آن د وچې له لارې ایران، ترکيې او اروپايي هېوادونو ته مالونه نقلولای شي.