د غڼې جال: څنګه او له څه شي جويږي؟ 

غڼي د درېيو موخو لپاره جال جوړي؛ نورې حشرې په کې ښکار کوي، استوګن ځای يې وي او همدا ډول د ورځني فعاليت برخه يې وي. ددغه جال لويه موخه د خواړو لپاره د نورو حشراتو ښکار دی. 

غڼي دغه جال له ورېښمنو څخه جوړوي؛ ځانګړي ورېښمن دي چې له طبيعي فايبر جوړ دي او دغه فايبر بيا پروټيني مواد لري. غڼي د جال جوړونه کې له دقت کار اخلي او ښايسته انجېنري بڼه ورکوي. 

د غڼې د وجود دننه اووه ورېښمني غُدې شتون لري او دغه اووه غُدې د جال لپاره د اړينو مواد د ذخيرې او توليد وړتيا لري. که دغه غُدې غښتلې وي، نو بيا غڼې هره ورځ يو نوی جال جوړوي.