کړکۍ او هینداره

یو شتمن ځوان یوه پوه کس ته ورغی او له هغه څخه یې د یوه ښه او ښکلي ژوند لپاره نصیحت وغوښته، پوه سړي هغه د کړکۍ ته بوته او د کړکۍ تر څنګ یې ودراوه او ترې وې پوښتل: د کړکۍ تر شاه څه وینې؟ شتمن ځوان ځواب ورکړ: هغه انسانان چې تګ او راتګ کوي او هغه ړوند سوالګر، چې د سړک پر غاړه سوال کوي.
 
له دې وروسته یې یوه ستره هینداره ور وښوده او بیا یې ترې وپوښتل: دې هیندارې ته وګوره او ووایه چې څه وینې؟ ځوان ځواب ورکړ: خپل ځان وینم.
 
نور نو، نور کسان نه وینې! هینداره او کړکۍ دواړه له یو ډول لومړنیو توکو څخه جوړې شوې دي، ښیښه. خو په هینداره کې، د ښیښې تر شاه د سپینو زرو یو نازک پوښ ځای پرځای شودی دی او په هغې کې له خپل ځان پرته نور څه نه وینې، دا دوه ښیښه یي څیزونه له یوبل سره پرتله کړه.
 
کله چې ښیښه بېوزله وي، نور ویني او له هغو سره د مینې احساس کوي، کله چې په سپینو زرو (شتمنی) سره پوښل کېږي، یوازې خپل ځان ویني.
 
یوازې هغه وخت ارزښتمن یې، چې زړور واوسې او هغه د سپینو زرو پوښ دې له خپلو سترګو څخه لیرې کړې، ترڅو نور کسان ووینې او ورسره مینه ولرې.