د انسان ښکلا (له پنده ډکه کیسه)

یوه ښوونکي له خپلو زده کوونکو څخه وپوښتل: 
ستاسو په اند څه څیز انسان ښکلی کوي؟ 
هر یوه بېلابېل ځوابونه ورکړل؛ یوه وویل: تورې او غټې سترګې. 
دویم زده کوونکي وویل: لوړه ونه (قد). 
درېیم وویل: روڼ او سپین پوستکی. 
په دې وخت کې ښوونکي د زده کوونکو پر وړاندې دوې پیالې کېښودې او وې ویل: دې دوو پیالو ته وګورئ، لومړۍ یې له سرو زرو څخه جوړې شوې ده او دننه پکې زهر اچول شوي دي او دویمه خټینه پیاله ده او دننه یې رڼې او پاکې اوبه دي، تاسو له کومې پیالې څخه څښئ؟ 
زده کوونکو په یوه غږ ځواب ورکړ: له خټینې پیالې څخه. 
ښوونکي وویل: کله چې د پیالو دنننی حقیقت مو په پام کې ونیوه، نو ظاهر یې ستاسو لپاره بې ارزښته شو. 
انسان هم پیالې ته ورته دی، هغه څه چې انسان ښکلی کوي دننه او اخلاق یې دي، باید د صورت په پرتله د خپل سیرت په ښکلا باندې ډېر کار وکړو او ډېر زیات یې ښکلی کړو.