د تارونو چنجي (Threadworms) د معدې ناروغي

د Threadworms په نوم دغه ناروغي يوه عامه ناروغي ده، چې تر ډېره ماشومانو کې وي. ډېر وخت دغه چنچي چې معده او کولمو کې وي، د شپې پر مهال د ماشوم له مقعد وځي. 

د ماشومانو د مقعد شااوخوا خارښت، د شپې پرمهال برابر - برابر خوب کې ويښېدل، له خولې لاړې بهېدل، وزن کمېدل او اشتها کمېدل ددغه ناروغۍ نښې - نښانې دي. 

درمل ماشومانو کې دغه چينجي وژني يې خو هګي يې همداسې پاتې کېږي او درمل پرې اغېز نه کوي. تشناب ته له تګ وروسته د ماشومانو لاسونو مېنځل، د نوکانو لنډول او ورځ کې يو ځل د ماشومانو لمبول ددغه ناروغۍ لپاره اړين دي.