لوړه تېکنالوژي: د سر وېښتانو د کرلو (لګولو) روبوټ 

هغه کسان چې ګنجي دي او وېښتان يې له لاسه ورکړي وي، نو په مصنوعي ډول وېښتان کېنوي چې بيا د اصلي وېښتانو غوندې لويږي. ځيني وخت شونې ده چې دا بهير په ښه ډول تر سره نه شي او حساسيت را پيدا کړي.
 
ددغه ستونزې د حل لپاره د وېښتانو د کېنولو روبوټ جوړ شوی کوم چې په کم وخت او لوړ دقت سره وېښتان کېنوي او اړوند کس له اړخيزو ستونزو يا عوارض جانبي ساتي. 
 
دغه روبوټ د يوې ساعت دننه لومړی تر شپږ زره پورې وېښتان د سر د وېښته لرونکو برخو څخه باسي او بيا يې بېرته د يو ساعت په موده کې بېرته کېنوي.