د سالمو وېښتانو د شاتو (عسل) درې مهمې ګټې 

۱- د وېښتانو لپاره د شاتو يوه ګټه دا ده چې، عسل يا شات وېښتان نرم ساتي. که چېرې مو وېښتان خراب شوي او توی شوي وي، نو شات در سره مرسته کوي، ترڅو خپل وېښتان بېرته تر لاسه کړئ. 
 
۲- ګبين د سر پوستکي لپاره ګټور دي، ځکه چې د سر پوستکي ويجاړې شوې حجرې رغوي او همدرانګه د وېښتانو د ودې او نمو سبب کيږي. 

۳- شات د مضرو بکترياوو ضد ځانګړنې لري. نو که چېرې سر مو خارښت کوي، عسل دې برخه کې ګټور دي او په کارونې سره به يې د سر له خارښت خلاص شئ.