هندوستان الوتونکې - برېښنايي ټکسي جوړه کړې 

يوې شخصي  هندوستانۍ کمپنۍ د e200 په نوم الوتونکې ټکسي جوړه کړې ده، چې په بشپړ ډول د برېښنا په وسيله الوتنه کوي. دغه ټکسي يوه ګړۍ کې ۲۰۰ کيلو متره الوتنه کوي.
 
دې الوتونکې ټکسۍ کې دوه کسان ځايږي او جوړونکی شرکت يې وايي، چې موخه کې له ښارونو لېرې سيمو ته د  تګ- راتګ اسانه او چټک کېدل دي. هندوستان کې د مېټرو په ګډون د ټرانسپورټ ډېرې اسانتياوې موجودې دي. 
 
که چېرې دا ډول الوتونکې برېښنايي ټکسۍ افغانستان کې شتون ولري، نو د بېلګې په ډول، د خوست ولايت او کابل ترمنځ تک - راتګ به له يوې ګړۍ کم وخت کې کېږي.