شنډ نارينه؛ د ماشوم (اولاد) نه پيدا کېدو لاملونه 

لومړی: د نارينو په يو ملي لېتر مني يا Semen کې لږ تر لږه ۱۵مېليونه او ډېر تر ډېره ۲۰۰مېليونه سپرم (sperm) شتون لري، چې ورته sperm count وايي. که چېرې د نارينه د سپرم شمېر پر يو ملي لېتر له ۱۵ مېلیونه کم شي، نو نارينه شنډ بلل کېږي. 
 
د سپرم بل ټولټال شمېر په يو ځل انزال سره وي. که چېرې نارينه يا خاوند دا هيله لري، چې اولاد يې پيدا شي، نو بايد يو انزال کې يې د سپرم شمېر ۳۹مېلیونه څخه کم نه وي. 
 
دا چې څنګه کولی شئ د سپرم شمېر مالوم کړئ، نو د مني ټېسټ بايد تر سره شي. طبي معاينه دا درته ښيي، چې يو ملي لېتر او ټولټال انزال شوي مني کې سپرم څومره دی. 
 
يادونه: د همدې ليکنې نورو برخو کې دا ولولئ چې ولې د سپرم شمېر کميږي؟ درملنه يې څه ده؟ کوم خواړه او درمل د سپرم شمېر کموي او کوم يې ډېروالی شي.