له موږکانو نظامي استفاده 

د پوځي عملياتو، پلټنې (تلاشۍ) او ماينونو د موندنې لپاره سپيان روزل کېږي او دې برخه کې د سپيانو کار اغېز لرونکی او دقیق وي. اوس مهال، بيا پر موږکانو تجربې کېږي، ترڅو پوځي دندې تر سره کړي. 
 
د سويلي افريقا وسله وال پوځ له مياشتو تمرين او روزنې وروسته، په بريالۍ توګه داسې موږکان روزلي دي، چې کولی شي د ځمکې لاندې پټ ماينونه پيدا او په ښه وخت مسوولين ترې خبر کړي. 
 
دغه موږکانو ته د شپږو مياشتو لپاره د ماين بوی ورپېژندل کېږي او بيا وروسته دا وړتيا پيدا کوي، چې شکمنو سيمو کې وګرځي او د خپل تېز شامعې حس په وسليه ماينونه پيدا او کشف کړي.