د موږک په سر د غرڅې ښکرونه 

ساينس پوهانو د يوې تجربې په پار د غرڅې (هوسۍ ته ورته ښکر لرونکی ژوی دی) هغه ژونکې يا حجرې چې د ښکرونو د ودې سبب کېږي، د موږک په سر کې ځای پر ځای کړې او پايله کې د موږک ښکر پيدا شوي دي. 

د دغه تجربې ساينس پوهانو ويلي دي، چې دوی د غرڅې څيني حجرې په پيچلي جراحي عملياتو سره د موږک په سر کې ولګولې او د شپږو مياشتو وروسته د موږګ په سر کې د دوه سانتي متره په اوږدوالي ښکر پيدا شول. 

غرڅه د ښکرونو په مرسته د ځنګل له نورو وحشي ژويو ځان ساتي او ځيني وخت د خوراک پر وخت ترې کار اخلي، خو مالومه نه ده، چې موږک به له دغه څانګو - څانګو ښکرو څخه ګټه اخلي.