د آرامتیا لپاره څو لارې

ـــ د بوټانو ایستل د عصبي فشار له کمښت سره مرسته کوي. 

ـــ د سمندر هوا، تروې اوبه او د څپو غږونه، دا ټول د آرامتیا سبب ګرځي، نو لږ تر لږه په کال کې یو ځل د سمندر سواحلو ته سفر کول مه هېروئ. 

ـــ لږ تر لږه د ورځې پنځلس دقیقې په بشپړ سکوت کې تېرې کړئ او خپلو واقعي اړتیاوو او دغه راز هغه څیزونه، چې لرئ، په اړه یې فکر وکړئ. 

ـــ ورو خواړه خوړل او ژوول، د فکري ځواک د نوښت او د آرامتیا د احساس سبب به شي. زده کړئ، چې لږ تر لږه نیم ساعت دسترخوان ته کېنئ. 

ـــ د خپلې ژړا مخه مه نیسئ او کله وخت وژاړئ. 

ـــ کله چې احساس کوئ، چې ککرۍ مو له بېلابېلو فکرونو څخه ډکه ده او په هغې تش ځای نه شته، نو په قدم وهلو سره یې پاکه کړئ. 

ـــ که ونه شئ کولای کوم څوک وبښئ، نو غوسه ناک افکار به مو تل له هغو افرادو سره تړلی وساتي. د خیر ښېګڼې کارونه او د نورو خوشاله کول د آرامتیا سبب ګرځي. 

ـــ آرامتیا له ماشومانو څخه زده کړئ، وګورئ چې څنګه په هماغه شېبه کې ژوند کوي او خوند اخلي. 

ـــ له هماغه چې یاست راضي واوسئ، په دې صورت کې د لا ډېرې آرامتیا احساس کوئ. 

ـــ هر څومره، چې تاسو ته ډېر اکسیجن ورسېږي، نو آرامه به شئ. ښه ده، چې په خپل کار ځای او دغه راز هستوګنځای کې ګلان وساتئ. 

ـــ مهمه نه ده، چې له تاسو سره مؤدبانه چلند وکړي او که نه، ستاسو مؤدبانه چلند به په تاسو کې د آرامتیا او ښه احساس سبب شي. 

ـــ چټکتیا مو ستاسو له احساس سره مستقیمه اړیکه لري، په آرامه په لاره لاړ شئ، د خپل بدن حرکتونه آرامه کړئ، ډېر وخت نه نیسي، چې آرامه به شئ، کله وخت کولای شئ آرامتیا ته د رسېدو لپاره، اوږد وغځېږئ، غړي مو نرم کړئ او د هېڅ څیز په اړه فکر ونه کړئ. 

ـــ هوساینه د آرامتیا یو له مهمو عناصرو څخه دی، مناسبه تودوخه، آرامه څوکۍ، آرامه جامې او آرامه بوټونه. 

ـــ هر څو وخته وروسته لاسي ساعت مو لیرې کړئ او خپل ځان د وخت له فشار څخه وژغورئ. 

ـــ احساسات او ستونزې مو نورو ته ووایئ او لا ډېره آرامتیا احساس کړئ. 

ـــ د ورځې څو دقیقې له الله (ج) سره خبرې وکړئ او له هغه (ج) څخه د هر څه لپاره، چې لرئ، په ځانګړې توګه روغتیا مننه وکړئ، ډېر ژر به په خپل ژوند کې د دې عادت فیډبک ووینئ. 

ـــ په آرامه اوسېدو کې یو تر ټولو مهم مهارت، د کوچنیو مسایلو په اړه فکر نه کول دي، دویم مهارت د ټولو مسایلو کوچني شمېرل دي.