دغه روبوټ د فضا د پاکولو دنده لري

د ClearSpace په نوم د سويس هېواد يوې کمپنۍ داسې روبوټونه جوړ کړي دي، چې دنده يې فضا کې ده او دا ماموريت ورته سپارل شوی دی، چې فضا پاکه او اضافي شيان په کې ټول کړي. 
 
اوس مهال له هوا وراېخوا فضا هم د چټلېدو په حال کې ده. هېوادونه په ګڼ شمېر فضايي  بېړۍ او سپوږمکۍ فضا ته لېږدوي، چې دې سره فضا چټله شوې او هغه فضايي بېړۍ چې موخې ته نه رسي نو پاتې شونې يې فضا کې پاتې کېږي. 
 
د ClearSpace کمپنۍ مسوولين وايي چې لسګونه روبوټ يې جوړ کړي دي، چې  فضا کې  به د هوايي بېړيو، سپوږمکيو او نور ستورمزلو پاتې شوني او اضافي مواد ټول او ځمکې ته به يې راوړي.