دغه روبوټ د معيوب (ړوند، ګونګ، بې لاسه، کوڼ، شل) کس مرسته کوي 

د نړۍ په هېوادونو کې د معيوبو کسانو ځانګړې پاملرنه کېږي. د زده کړې جلا ټولګي ورته جوړيږي او په دې  پار چې د معيوبيت پر اساس د ټولنې د اوږو بار نه شي، پر کسب او زده کړو  يې ډېر تمرکز کېږي. 
 
اوس مهال د Waterloo په نوم يو پوهنتون د انجنيرۍ برخې څېړونکو داسې روبوټ جوړ کړی دی، چې د معيوب زده کوونکو لاس نېوی کوي. روبوټ ټولګيو کې شل، بې لاسه، کاڼه، ګونګان او کمزوري حافظې زده کوونکو سره همکاري کوي. 
 
دغه روبوټ QT. Credit نوميږي، دا وړتياوې لري، چې د ګونګي زده کوونکو په خبرو وپوهېږي، کاڼو ته د غوږيو له لارې غږ ورسوي، بې لاسو او بې پښو زده کوونکي پورته او پر ځای کېنوي او ړاندو زده کوونکو ته په ښه ډول سره درسونه انځورنه کړي.