څېړنه: مټاک (چارمغز) د درې ډوله سرطان ګواښ او شونتيا کموي 

د Test-tube په نوم د انسانانو او حيواناتو د روغتيايي خواړو انسټېټيوټ په يوې وروستۍ څېړنه کې ليکلي دي، چې ماټک يا چارمغز د سينې، پروستات او کولمو سرطان چانس او شونتيا کموي. 

دغه څېړنه ښيي چې د ماټک يا چار مغز خوراک نه يوازې د انسانانو د خوښې خوراک دی، بلکې د انسان په کولمو کې د ګټورو بکترياوو د خوښې خوراک هم ماټک يا چارمغز دي؛ هغه بکترياوې چې د غذا په هضم کې مرسته کوي. 

هغوی چې پړسوب يا Inflammation لري او پړسوب يې د شکر دويم ډول، د زړه ناروغيو او الزایمر له نښو دی، نو ماټک يا چارمغز ورته د درملو په ډول سپارښتنه کېږي.