مريخ کې قيمتي خاوره او ډبرې، اروپايانو ورپسې روبوټ لېږلی 

هغه مواد چې د مريخ، زحل، مشتري او يو شمېر نورو سيارو سطحه يې پوښلې ده، د regolith په نوم ياديږي. regolith  خاورې ته ورته مواد، خو خاروه نه ده. 

مريخ کې د دغه regolith موادو د ښې پېژندنې او تجربو په پار، اروپايي فضايي ادارې يا ESA هلته فضايي  روبوټ استولی ترڅو دغه مواد راټول او بېرته يې ځمکې ته د تجربو لپاره راوړي. 

مريخ ته لېږل شوی دغه روبوټ Sample Transfer Arm نوميږي چې څلور ټيوبونه په کې لګول شوي او د مريخ د سطحې موادو څلور بېلا بېلې نمونې به راټولې کړی شي.