
د پوځي شنونکو په اند د امريکا او جرمني له خوا اوکراين ته د ټانکونو ورکول او په ورته وخت کې د اوکراين له خوا د جېټ الوتکو د غوښتنې رد ښيي، چې لوېديځوال له دغه وسله وال ملاتړ خپلې ملي موخې لري.
امريکا، جرمني او انګلستان له اوکراين سره د هغه وسلو مرسته نه کوي، چې په رېښتني ډول اوکراين د جګړې بريا ته نېږدې کوي بلکې خپلې وسلې په نړيواله کچه نندارې ته ږدي او په يو ډول د وسلو سيالي يا arm race تر سره کوي.
اوکراين له امريکا او جرمني د پر مختللو بریدګرو جېټ الوتکو غوښتنه وکړه خو امريکا او جرمني دواړو د رد ځواب ورکړ او د الوتکو له ورکړې يې ډډه وکړه.