پيچلې جراحي: د ورځو په شمول د يوې ميرمنې کوپړۍ لېرې او بېرته وګنډل شوه

ډنمارک کې  جراحي ډاکټرانو د يوې ميرمنې د سر کوپړۍ د وريځو په شمول لېرې کړې او د عملياتو وروسته يې بېرته په بريالي توګه ورته ګڼدلې ده. ډاکټرانو ويلي دي، چې د ناروغ وضعيت اوس روغتيايي دی. 

دغه ميرمنې د دماغو سرطان درلود او د خلاصې جراحي په وسيله يې سرطان لېرې شوی دی. ډاکټرانو ويلي دي، چې دا ډول عمليات بې مخېنې دي او په کم ډول تر سره کېږي. 

د جراحانو په وينا، چې دغه ۶۰ کلنه میرمن کې د سرطان حجره غټه شوې وه، او که چېرې په ډې ډول عملياتو نه وه لېرې شوې، نو د ناروغ د مرګ شونتيا لوړه او ډېره وه.