د ساينس پوهانو اندېښنه: يو ويروس به د کاغ (قاغ) نسل بشپړ ورک کړي 

د Queensland  پوهنتون ساینس پوهان او چاپېريال ساتونکي وړاندوينه کوي چې په نېږدې کالونو کې به د قاغ يا کاغ په نوم د مرغانو د يوې کورنۍ نسل په بشپړ ډول سره ورک شي. 

دغه ساينس وايي چې په هغه اوبو او سيمو کې چې دغه مرغان اوسي، د انفلونزيا په څېر د يو ويروس د خپروېدو شونتيا شته او پايله کې به د دغه نوعې مرغانو د بشپړې مړينې سبب شي. 

د شوې څېړنې په پايله کې ويل شوي دي چې د کاغ په ډولونو کې تور لرونکي يې کمزوری دفاعي سېسټم لري  چې د ويروس په خپرېدو سره به د دوی دفاعی سېسټم مقاومت ونه شي کړی.