روسيې ولې د اوکراين جګړه کې اټومي وسلې استعمال نه کړې؟ 

د روسيې او اوکراين جګړې په دوام او څو مياشتې وروسته، د روسيې له خوا د اټومي وسلو د استعمال خبرداري ورکول کېدل. ولسمشر پوتين يې ويلي وو، چې شونتيا شته چې دې جګړه کې اټومي وسلې وکاروي او په خبره يې چې دا ټوکې هم نه دي. 

له دې جګړې يو کال تېريږي، خو روسيې نه جګړه ګټلې او نه يې هم بشپړه بايللې ده. اټومي ځواکونو ته د پوتين د تيارسئ امر او د اټومي جګړې له شروع د روسيې او پوتين سياست څه وو؟ ولې دا مسله اوس سړه شوې؟ 

د شنونکو پر اند پوتين له زړه د اټومي جګړې پلوی نه دی او اټومي وسلې به يوازې هغه وخت وکاروي، چې د روسيې پر خاروه مستقيم، فزيکي او پوځي يرغل شتون ولري. د اوکراين په جګړې د پوټين له خوا د اټومي وسلو ذکر يوازې د لوېدېځوالو ويرول وو، نه کومه بله مسله. 

اټومي جګړه ډېره ستره بيه لري. اټومي جګړه کې هېوادونه په بشپړ يا نيم - بشپړ ډول جارو کېږي، نو پوتين د هغې روسيې لپاره چې ملي ګټې يې آن په اوکراين کې خوندي او لټوي، په هېڅ ډول دومره ژر د اټومي جګړې ټاکنه نه کوي.