ساينس پوهان: ژر به د سرطان په واکسين او بشپړې درملني بريالي شو 

امريکا کې د Brigham روغتون څېړونکي او روغتياپالان د سرطان واکسين په جوړولو بريالي شوي دي. دوی اوس وخت کې د دماغو سرطان واکسين جوړ او وړاندوينه کوي، چې نېږدې وختونو کې به د سرطان ناروغۍ لپاره ژور اغېزناک لرونکي درمل هم جوړ کړي. 

دغه څېړونکو د دماغو سرطان واکسين په داسې بڼې جوړ کړی دی، چې د تومور ژونکې يا حجرې وجود کې د سرطان نورې حجرې وژني. ساينس پوهان وايي چې راتلونکي کې به د سرطان نورو ډولونو لپاره هم واکسين جوړ کړی شي. 

کنسر يا سرطان يوه عامه وژنکې ناروغي ده او د روغتيا نړيوال سازمان د مالوماتو او شمېرو پر بنسټ، نړۍ کې هر کال لس مېليونه کسان د سرطان له امله مري.