برېښنايي لکړه؛ بې مالګه خواړه مالګين وي 

د ډېرې مالګې او مالګينو خواړو خوړل روغتيا لپاره مضر دي او بيا بې مالګې خواړه ښه خوند نه لري. د دغه ستونزې د حل په پار جاپانيان لاس په کارول شول او ښې پايلې ته ورسېدل. 

د جاپان Meiji پوهنتون او د Holdings په نوم د خواړو يوې کمپنۍ په ګډه دې برخه کې اوږدې څېړنې او کار وکړ او دې پايلې ته ورسېدل چې بې مالګې خواړه پرته له مالګې مالګين کړي. 

دوی برېښنايي لکړه chopstick اختراع کړې کومه چې خواوړ ته مالګين خوند ورکوي. دغه برېښنايي لکړه باندې بې مالګې خواړه خوړل کېږي او کله چې کس دغه بې مالګې خواړه خوري، نو بيا خواړه بشپړ د مالګې خوند لري.