ساينس پوهانو داسې ماشين جوړ کړ، چې پوستکی پرېنټوي 

له کالونو څېړنو او مطالعو وروسته ساينس پوهان، د داسې يو ماشين په جوړولو بريالي شوي دي، چې پوستکی پرېنټ کوي. دغه ماشين نېږدې د لسو کالونو څېړنو وروسته جوړ شوی دی. 

هغه کسان چې لاسونه، پښې، مخ او د وجود د پوستکي نورې برخې يې سوځېدلي وي؛ يا يې لاسونه، مخ او پښې ژورې ټپي شوې وي، نو د پوستکي د بيا پوښ لپاره دغه ماشين ورته ګټور دی. 

دغه ماشين کې داسې ټېکنالوژي کارول شوې ده، چې د وجود ټپي برخو پوستکی بېرته جوړوي او په لنډ وخت کې سوځېدلې برخه او يا هم ټپ بېرته جوړيږي.