مرغه ته ورته روبوت چې جاسوسي کوي 

دغه روبوټ د مرغانو په بڼه جوړ شوی دی. هوا کې يې دا توپير نه کېږي، چې مرغه دی او که روبوټ خو که چېرې نېږدې شي او يا د وسايلو په وسيله وکتل شي، نو څرګنده به شي، چې روبوټ دی. 

يو شمېر هېوادونو دغه روبوټ د جاسوسۍ موخو لپاره جوړ کړی دی. پرمختللې کمرې په کې لګېدلې دي چې کولی شي په نورو هېوادونو کې د مهمو ځايونو انځورونه او وېډيوګانې واخلي. 

د Raphael Zufferey په نوم د روبوټ جوړونې يو شرکت دا ډول روبوټ جوړوي چې وزنونه يې کم وي. دغه انځور کې روبوټ يوازې ۷۰۰ ګرامه وزن لري.