له بادي انرژۍ څخه د برېښنا توليد له ډېر پخوا څخه په ساده بڼو شتون لري. د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره، له باده د برېښنا توليد لپاره پرمختللي وسايل رامنځه ته شوي، چې ورته بادي توربین يا wind turbine وايي.
دغه بادي توربینونه سر کې پکې لري، پکې د باد په وسيله الوزي او د بادي توربین په پای کې ډاينمو په حرکت راولي او ډينمو برېښنا توليدوي.
دا چې ژمي کې بادونه ډېر الوزي او له بلې خوا برېښنا ته اړتيا ډېره وي، نو د افغانستان په څېر هېواد کې بادي توربینونه د وړيا برېښنا توليد لپاره ښه پايله ورکوي.
هغه انرژي چې يو جسم په خوښت راولي ورته خوځښتي يا کینتیک انرژي وايي. بادي توربينونه دغه کینتیک انرژي د ډينمو په وسيله برېښنايي انرژۍ ته اړوي او پرته له لګښته لسګونه مېګاواټ برېښنا توليديږي.
وروستي