هوټلونو کې مېلمانو ته لاس په نامه ولاړ- ګارسوني روبوټ

د Munich Institute of Robotics and Machine Intelligence پوهنتون څېړونکو او ساينس پوهانو په هوټلونو او رسټورانټونو کې چوپړ کوونکی يا ګارسون ربوټ جوړ کړی، چې له انسانانو چټک کار کوي. 

دغه روبوټ د مشتريانو غوښتنې اخلي، ژر - ژر مېزونه پاکوي، د خوړل شوي خواړو لوښي ټولوي او په ښه ډول يې مېنځي. دغه ګارسوني روبوټ پرته له دې چې خواړه ترې ولوېږي، تر مشتريانو يې رسوي. 

دغه روبوټ له خوراک وروسته مشتريانو ته د پيسو بېل ورکوي او دا وړتيا لري، چې پيسې وشمېري، زړې او جعلي پيسې سره وپېژني. بله وړتيا يې دا ده، چې د دوه ګارسون کارونه په يوازې ځان تر سره کولی شي.