لومړی ډرون الوتکې او اوس يې د راغورځېدو وسلې جوړې شوې 

نړۍ کې د وسلو مبارزه او سيالي په دې ډول روانه ده، چې يو ځل پرمختللې وسله جوړيږي او بيا وخت وروسته د هماغه وسلې په دفاع کې د هغې د ويجاړولو په پار بله وسله رامنځته کېږي. 

د ډرون الوتکو د اغېزناک ماموريت په پام کې نېولو سره، د وسلو جوړونې ځينو شرکتونو اوس داسې وسلې جوړې کړې دي، چې کولی شي، ډرون الوتکې رانسکورې او له منځه يوسي. 

د Leonidas په نوم دغه وسله انټي - ډرون يا د ډرون الوتکو ضد وسله ده. هغه هېوادونه چې دغه وسله ولري، نو فضايي حريم ته يې ډرون نه شي دننه کېدلی او د کيلو مترو په واټن کې يې رانسکوروي.