ځوانکې/آکنه يا (Acne)؛ د پوستکي دغه ناروغي ولې پيدا کيږي؟ 

پښتو کې ورته ځوانکې وايي؛ انګلېسي او طبي نوم يې (acne vulgaris) دی او په دري ژبه کې رُخ‌جوش ورته وايي. دا دي پوستکي ناروغي ده. acne vulgaris داسې کومه مرګوني او دردناکه ناروغي نه ده خو غټه ستونزه يې  دا ده چې د ظاهري ښکلا او د مخ خرابۍ سبب کېږي. د پوستکي دا ناروغي تر ډېره پر مخ، د ملا په پورتنۍ برخه، اوږو، اورميږ او سينه پيدا کيږي. 

د ځوانکې/آکنه يا (Acne) نښې - نښانې: 
- پر مخ سپينې دانې را پيدا کيږي، چې ځينې يې سپين او ځينې يې بيا تور سرونه لري؛ 
- که څرګندې دانې نه وي بيا پر هغه ځايونو چې دغه ناروغي خپره شوې وي، پوستکی نازک او سور رنګ لرونکی کيږي؛
- د پوستکې لاندې هم دانې پيدا کيږي، چې سخت درد لري.  دغه نښې - نښانې يې عادي او لومړنۍ دي. په ځينو کې کسانو کې دغه ناورغي يو ډېر بد پړاو ته هم رسيږي. هغه مهال شونډې، سترګې، ژبه او مخ په کې پړسيږي او د مريو د ټپ کېدو له امله ساه اخېستنه مشکليږي. 

ولې پر ځوانکې/آکنه يا (Acne) اخته کيږئ؟ 
دا ناروغي ډېر وخت د ځوانۍ پر وخت کې وي او په همدې بنسټ يې پښتو نوم ځوانکې ناروغي ده. شونې ده چې د عمر په نورو دورو کې هم پيدا شي خو د ځوانۍ پړاو چې د وجود د جوش پړاو دی دا ناروغي په کې ډېره وي. 

د ځوانکې/آکنه يا (Acne) ناروغۍ ځيني لاملونه: 
۱- د پوستکي د غوړو د ترشح ډېروالی. هغه کسان چې پوستکی يې غوړ وي او بيا د پوستکي د غوړو توليد يې له نارمل اندازې ډېر شي، نو پر مخ يا د پوستکي پر ځينو نورو برخو يې ځوانکې راپيدا کيږي. 
۲- يو بل لامل يې دا چې د مړو ژونکو يا حجرو او د پوستکي د غوړو له امله د وېښتانو د غدو ترشحات بند شي؛ 
۳- د پوستکي يو ډول مضرې بکترياوې چې د فعاليت له امله يې د ځوانکې/آکنه يا (Acne) ناروغي پيدا کيږي؛ 
۴- د پوستکي التهابي کېدل چې له لارې يې ځيني ويروسونه او بکترياوې پوستکي ته لار پيدا کوي او د دوی د فعالت په پايله کې مخ او د وجود د نورو برخو پوستکی په دې ډول کيږي؛ 
۵- د هورمونو ګډوډي له امله هم ځوانکې پيدا کيږي. هغه هورمون چې د پوستکي غوړ کنټرولوي؛ بلوغ ته د رسېدو پر مهال، ښځو کې د مياشتۍ ناروغۍ پر وخت، د حمل وخت کې، هغه مهال چې د حمل د مخنيوي ځيني درمل خوړل کيږي او د اندېښنو له امله هورمون غير منظم او زيات توليديږي چې پايله کې دغه ستونزه پيدا شي؛ 
۶- ځيني د وېښتانو او مخ کريمونه او شامپوګانې هم ځوانکې/آکنه يا (Acne) ناروغي پيدا کوي؛ 
۷-  که څوګ دا درمل (steroids, testosterone, estrogen او phenytoin) خوري؛ جانبي عوراض يې ځوانکې هم کيږي؛ 
۸- که وجود ډېر خولې شي نو ښايي چې ځوانکې ناروغۍ ته لار هواره کړي؛ 
۹- ځيني کسان د خپل پوستکي د سخت ګرولو له امله د پوستکي ځينې دفاعې حجرې وژني او په پايله کې ورته ځوانکې ناروغي پيدا کېږي.