د شتمنو کسانو پنځه مهم عادتونه، په دې پنځو عادتونو سره تاسو هم شتمن شئ

شتمن کېدل آسانه نه دي، تاسو نه شئ کولای، چې په ډېرې آسانۍ سره شتمن شئ، د شتمن کېدو لپاره په ډاډ سره ویلی شم، چې پوهې او هڅو ته اړتیا لرئ، خو یوازې پوهه او هڅه بسنه نه کوي، ځانګړي عادتونه شتون لري، چې باید تر لاس لاندې یې ونیسئ او ځینې عادتونه پرېږدئ، له دې امله ځینې عادتونه شتون لري، چې شتمن افراد ورته پایبند دي. اوس که تاسو هم غواړئ، چې شتمن شئ، نو د شتمنو کسانو له دې پنځو عادتونو څخه پیروي وکړئ.
 
۱ ـــ د شتمنو کسانو مهم عادت؛ بودیجه بندي
شتمن افراد د بودیجه بندۍ په اړه ډېر زیات جدي دي، هغوی د خپلو لګښتونو لپاره پروګرام جوړوي او د پیسو یوه ځانګړې برخه د سپما (پس اندازه) په توګه ساتي، په دې ترتیب هغوی د هر ډول لګښت لپاره، چې غواړي وې کړي، ټاکلې بودیجه لري، له هغې بودیجه څخه، چې د هغه مورد لپاره یې په پام کې نیولې ده، ډېر لګښت نه کوي.
 
۲ ـــ د کمښت له کوډونو څخه ګټه اخیستنه
شتمن کسان تل د سپما په لټه کې دي، هغوی په خپلو آنلاین پېرېدنو کې هڅه کوي، ترڅو د کمښت له کوډونو څخه ګټه واخلي، د کمښت له کوډونو څخه په ګټه اخیستنې، په بشپړه توګه، په کمه بیه خرید کوي یا له هغو پلورنځیو څخه خرید کوي، چې د خپلو توکو په بیه کې یې کمښت وړاندې کړی وي، په دې ترتیب، شتمن کسان په دې تګلارو سره هڅه کوي، چې سپما وکړي او خپلې پیسې پس انداز کړي.
 
۳ ـــ د شتمنو کسانو مهم عادت؛ په اصلي اړتیاوې باندې تمرکز کول
هغوی د توکو په کمه بیه اخیستلو او د پیسو په سپما کولو باندې باور لري، په همدې خاطر په خپلو پېرېدونو کې یوازې هغه څیزونه اخلي، چې ورته اړتیا لري. په خپلو اړینو اړتیاوو باندې په تمرکز کولو سره، کولای شئ په ښه توګه سپما وکړئ.
 
۴ ـــ پانګونه 
شتمن کسان د خپلو پیسو د څو برابره کولو لپاره، په هوښیارانه توګه پانګونه کوي، دا پانګونه په هغې موخې سره ترسره کېږي، چې په راتلونکې کې یې اوږد مهالي لګښتونه پوره کړي. که تاسو هم غواړئ، چې پانګونه وکړئ، مهمه ده، چې په پیل کې د بازار د کړنو ډول په ښه توګه زده کړئ، په دې صورت کې په ښه توګه کولای شئ، په پیسو باندې مو پانګونه وکړئ، ترڅو پیسې مو څو برابره شي.
 
۵ ـــ د شتمنو کسانو مهم عادت؛ سپما کول
شتمن کسان د غوره سپما لپاره، له روغتیایي بیمې څخه نیولې، د عمر او فنډونو تر بیمې پورې ګټه اخلي، غوره ده، چې تاسو هم دا ډول بیمې ولرئ، ترڅو په راتلونکې کې، کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږئ، ترې ګټه واخلئ. له دې امله هڅه وکړئ، له هرې هغې تګلارې څخه ګټه واخلئ، ترڅو تل سپما وکړئ.