له ذهني ستړیا سره مخه ښه وکړئ

تر ډېره د سم فکر کولو لپاره زموږ وړتیا د ذهني او مغزي ستړیا تر اغېزې لاندې راځي، چې کولای شي زموږ د ژوند په هره برخه باندې اغېز وکړي. 

د معلوماتو د پروسس او د ځایونو او موقعیتونو پر وړاندې د غبرګون لپاره د مغز اوږد مهالی پېژندونکی فعالیت، د ستړیا او دروندوالي د احساس د را څرګندېدو سبب ګرځي. 

په دې حالت کې څو تګلارې شتون لري، چې کولای شو له هغو څخه د مغز د ستړیا د راکمېدو او د مغز د ټولیزو کړنو د ښه والي لپاره ګټه واخلو. 

له خپل ځان څخه واقع بینانه تمې ولرئ او دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ: آیا ټاکل شوې ورځنۍ موخې د لاسرسي وړ دي یا اصلاح و سمون ته اړتیا لري؟ کوم موضوعات باید لومړیتوب بندي شي؟ 

غواړئ په کومې موضوع باندې تمرکز وکړئ؟ 
د خپل ځان لپاره سالمې پولې او بریدونه وټاکئ، په دې مانا هغو کارونو ته، چې واقعاً نه غواړئ ترسره یې کړئ، د ګناه یا خپګان د احساس له لرلو پرته «نه» ووایئ. 

دغه راز دې ټکي ته ډېر زیات پام وکړئ، چې دا ستاسو مسؤولیت نه دی، ترڅو د نورو غیر واقعي او ناسمې هیلې پوره کړئ. 

خپله انرژي یوازې په هغو افرادو باندې مصرف کړئ، چې واقعاً ستاسو لپاره ډېر زیات مهم دي. 

خپل ځان وارزوئ، ترڅو خپلې واقعي اړتیاوې او احساسات وپېژنئ. افکار مو یاددښت کړئ او له هغه فرد سره خبرې وکړئ، کوم چې پرې اعتماد لرئ.