تابوتي څوکۍ 

يو انګلېسي ډيزاينر او ترکاڼ په کارځايونو کې د کارګرو د ډېر وخت لپاره کار او اوږدو ساعتونو سره په منفي غبرګون کې تابوت ته ورته څوکۍ جوړه کړې ده. 

د څوکۍ جوړونکی وايي، چې په ځينو شرکتونو کې پر دفتري کارمندانو ساعتونه - ساعتونه کار کېږي او د روغتيا له پلوه دومره کار د دوی صحت ته زيان لري او مرګ ته يې نېږدې کوي. 

له تابوتي څوکۍ د نوموړي کس موخه دا ده، څو وښيي چې په ځينو هېوادونو کې بايد د دفتري کارمندانو لپاره د کار وخت راکم او په مقابل کې امتيازونه او استراحت ورته ډېر شي.