روغتيايي مشوره: غوږ کې د اوږې کېښودل او ګټې يې 

له ډېر پخوا راهيسې اوږه/ وږه (هوږه) د يو شمېر ناروغيو د لومړنۍ درملنې په توګه استعماليږي. اوږه تېز بوی او خوند لري او پر همدې اساس کولی شي، ځيني ميکروبونه او مضرې بکترياوې خاموشې او يا ووژني. 

د غوږ درد، غوږ کې د التهاب او له غوږ څخه د چرک بهېدو لپاره هم د اوږې توصيه کېږي. که څه هم دا مسله په علمي ډول ثابته شوې نه ده، خو څېړنو موندلې ده، چې د غوږ درد او التهاب لپاره اوږه ګټوره ده. 

يوه تر سره شوې څېړنه ښيي، د هغه ماشومانو په غوږونو کې د اوږې ټوټې اېښودل چې غوږنه يې درد کوي، د غوږ درد لپاره د څاڅکو په ډول له درملو غوره او ژر اغېز لري.