د اسلام له نظره د انساني ټولنې مفهوم او ځانګړتیاوې

لنډیز
اسلام د ټولنې په اړه یو بې ساری او جامع نظر وړاندې کوي، دا دین ټولنه یو هاغه انجمن بولي چې د انسان د ژوند مادي او روحاني اړخونه سره یو ځای کوي کوم چې د الهې وحې پر بنسټ په قرآن او پیغمبري سنتو کې شتون لري.
 
 اسلام ټولنې ته د یو بدن په سترګه ګوري او د ژوند ټول اړخونه یې له نظره د بدن غړي ګڼل شوي، له همدې امله، اسلام د تفرقې او نژاد پالنې په خلاف دی. په دې لیکنه کې د اسلام له نظره د ټولنې مفهوم روښانه شوی او په اسلام کې د ټولنیز نظم ماهیت او ځانګړتیاوې پکې تر څیړنې لاندې نیول شوي. همدارنګه هغه ټولنيز اصول هم بیانوي چې اسلام د يو موټي ټولنيز نظام د جوړولو او د انساني فطرت د داخلي او خارجي اړخونو د پالنې لپاره وضع کړي دي.
 
د اسلامي شریعت اومرو ته په کتو، دا مقاله دې نتیجې ته رسیږي چې د اسلام له نظره ټولنه یوه متحرکه ماده ده چې نړیوالې ځانګړتیاوې په کې شاملې دي؛ که د ټولنې په باثباته کولو، رفاه، او رامنځته کولو کې اسلامي قواعد په نظر کې ونیول شي، هاغه ټولنه به پرمختللې، باثباته، همغږې او متفقه وي.
 
اسلام ټولنې ته د یوې کورنۍ په نظر ګوري چې د الهي قانون له نظره ټولنه داسې تعرفیږي: هغه اجماع چې پکې خلک سوله ییز ژوند وکړي او په همغږیتوب ولاړه وي، ټولنه بلل کیږي. اسلامي قانون چې د قرانکریم او د محمد (ص) له اقوالو او افعالو څخه سرچینه اخلي، د انساني ټولنې تهداب او اساس جوړوي نو له همدې امله اسلام تبعیض، تعصب او قومپالنه په کلکه ردوي لکه څرنګه چې رسول الله ﷺ فرمایي:
"لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ‏"‏ ‏
یعنې: څوک چې عصبیت یعنې (قوم پالنې) ته دعوت چلوي، یا د عصبیت لپاره جنګیږي او په دغه تعصب باندې مړ شي، دا زمونږ له ډلې څخه نه دی.
 
په اسلامي تاریخ کې د تعصب د مفکورې پر وړاندې د مبارزې یو څو بېلګې:
۱- د مهاجرینو او انصارو تر منځ د مواخات رامنځته کول او د ورورګلوۍ فضاء جوړول.
۲- حضرت بلال رضی الله عنه چې، یو غیر عرب حبشي وو، ترې مؤذن جوړول.
۳- حضرت سلمان فارسي، صهیب الرومي او نورو عجمو صحابه کرامو ته پرته له تبعیض او توپیر څخه په لوړ منزلت قائلیدل.
۴- د عربو د بیلابیلو قبیلو تر منځ پخوانۍ دښمنۍ ختمول، هغوی ته قومي او قبیلوي عصبیت د یوه جاهلانه مرض په حیث معرفي کول او هغوی ترې منع کول.
۵- د هر قوم، رنګ، ژبې او سیمې سره د تړلیو صحابه کرامو سره یو شان چلند کول او د تبعیض فتنه محو کول.
۶- د محمد ص د تبعیض ضد د مبارزې د خپرېدو څخه مخکې به عربو پخپلو نصبونو، قومونو او په ټوله کې پخپل توکمیز هویت باندې ډېر ویاړ کاوه، مګر د پېغمبر ص د لارښوونو په پایله کې هرڅه بدل شول. محمد (ص) تقوی پر هرڅه برتره وګڼله او د یوچا احترام او عزت سمبول یې تقوی وټاکله. ابوذر (رض) ته په خطاب سره، نبي (ص) دا وښودله چې هغه چمتو دی چې حتی د هغه نږدې ملګرو ته هم سزا ورکړي که د توکم له امله یو چا ته سپکاوی وکړي. پیغمبر په دې عقیده و چې دا ډول "قبایلیت" یا په عربي کې "سرطان العصبیه"  دی ځکه چې دا خلک قومي وفادارۍ ته هڅوي حتی که دا پدې معنی وي چې دوی د ظلم او بې عدالتۍ ملاتړ کوي.
 
محمد ص د حجة الوداع په خطبه کې وفرمایل: هېڅ عرب پر اعجمي او اعجمي پر عربي باندې برتري نلري، هېڅ تور په سپین او سپین پر تور نژاده باندې پرته د عمل، نیکۍ او تقوی څخه بغیر برتري نلري. 
 
اسلام یو نړیوال ټولنیز نظام دی چې د توحید یعنې د خدای د یوالي په اصولو مبنأ دی او دا اصول د نړیوال اتحاد او اخوت بنسټ ږدي. د الهي احکامو منل او په ځان او ټولنه کې یې پلي کول اسلامي ټولنې ته یو نړیوال شخصیت ورپه برخه کوي ځکه یواځینی دین دی چې بشریت یو بدن بولي او انسانان ددې بدن غړي یادوي. دا مقاله د اسلام له نظره ټولنه تحلیلوي او ځیني مهم خصوصیات یې بیانوي، پدې مقاله کې  به دا هم ولولئ چې اسلام یواځینې کامل دین دی چې د انسان د طبیعت داخلي او خارجي اړخونو ته پکې ځانګړې پاملرنه شوې ده. 
 
د اسلام له نظره د ټولنې مفهوم
په اسلامي شریعت کې د ټولنې مفکوره خورا پراخه ده، ځکه چې دا دین د بشر د ژوند مادي او معنوي ابعاد سره یوځای کوي او ټولنې ته د یو جسد په سترګه ګوري چې د ژوند ټول اړخونه یې مختلف غړي دي نو که کوم غړی یې زیانمیږي، ټول غړي ورسره دردمنیږي. لکه څرنګه محمد (ص) فرمایي:
مَثَلُ المُؤْمِنِينَ في تَوَادِّهِمْ وتَرَاحُمِهِمْ وتَعَاطُفِهِمْ، مَثَلُ الجَسَدِ إذا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى له سَائِرُ الجَسَدِ بالسَّهَرِ والحُمَّی۱
یعنی:  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مؤمنان په خپل منځ کې په مهربانۍ، شفقت او خواخوږۍ کې د یو بدن په شان دي، کله چې د یوه غړي په درد اخته شي، ټول بدن ورته په بیدارۍ او تبه سره ځواب ورکوي.
 
د ټولنې په اړه د اسلامي نظریې پرخلاف چې پکې آلهې قانون تر هرڅه مقدم دی، سوشیالوژي (ټولنپوهنه) ټولنه له قانون څخه غوره بولي پداسې حال کې چې قانون یو ټولنیز محصول دی او د ټولنې د هریو فرد ګټې پکې تأمین دي ځکه چې بشري قانون د انسان په واسطه جوړ دی او له همدې امله د انسان خواهشات، تخیل، او هیلې تصویروي. په حقیقت کې همدا انسانې قانون د بشر ژوند او چلند په بشپړه توګه نشي تنظیموی او په مختلفو مواردو کې یو اړخیز ثابت شوی.
 
له بلې خوا، آلهي قانون نه بدلیدونکی دی او د انسان د ژوند دایمي تنظیموونکی دی؛ اسلامي قانون ټولنه فاسدیدو ته نه پریږدي او پرځای یې د ټولنې په اصلاح باندې تمرکز کوي. اسلامي شریعت ټولنه د بدیېو څخه ژغوري او پرځای یې د وګړیو د ټولنیزې ودې او رفاه لپاره کوښښ کوي. د ټولنپوهنې بنسټ ایښودونکی اګسټ کومټ ټولنې د یوې کورنۍ د ودې یو بنسټیز ټولنیز واحد ګڼي چې ترې قومونه او قبیلې جوړیږي. برعکس، اسلام فرد د جامعې په ترکیب کې مؤثر بولي ځکه چې همدا فرد دی چې کورنۍ تشکیلوي، کورنۍ اصلاح کوي، په ټولنه مې مثبت او منفي تغیرات رامنځته کوي او د همدي فرد په واسطه د ټولنو ترمنځ متقابلې اړیکې ټینګږیږي.
 
له همدې امله اسلام په جامعه کې  فرد ته د شخصیت د جوړولو ټول فرصتونه برابر کړي ترڅو د ټولنې په اصلاح، رفاه او ترقۍ کې رغنده رول ولوبوي. په ورته وخت کې اسلام فرد په جامعه کې د فساد خپرولو، شخړې کولو او د ټولنیز نظام د خرابولو څخه منع کړي دي، لکه څنګه چې خدای تعالی د سوره المائده په ۳۲ آیت کې فرمایي:
مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ
ترجمه: موږ بني اسراییلو ته امر کړی وو چې که ددوې څخه یو څوک بل څوک په ناحقه ووژني او پر ځمکه فساد خپور کړي نو بېشکه دا د ټول بشریت د وژنې معنا لري او هرچا چې ژوندی کړ (د بل چا ژوند یې وژغوره) دا ددې معنا لري چې ټول بشریت یې وژغوره.
 
ددې آیت کریمه څخه دا معلومیږي چې اسلام فرد ته څومره اهمیت ورکړی او آن دیو فرد وژنه یې د بشریت وژنه بللې؛ همداسې پورته آیت په بشري جامعه کې د جرم په مخنیوي دلالت کوي.
 
په پورته آیت کې د "فساد" لفظ په انساني ټولنه کې د مختلفو حرامو اعمالو لکه، زنا، شراب، قمار.... څخه د نهې معنا لري.
اسلام په عین حال کې شخص ته د نېکو اعمالو د ترسره کولو فرصت هم ورکړی او په یو مسلمان یې په لمونځ کولو، روژه نیولو (د روحاني او جسماني تزکیې لپاره)، ذکات ورکولو (په جامعه کې د فقر ختمولو لپاره) او حج کولو باندې مامور کړی.
 
ددې ټولو اعمالو په کولو سره انسان روحاً او جسماً پاکیږي او جامعې ته د خدمت جوګه ګرځي.
خدای تعالی د سوره الحشر په ۹ آیت کې فرمایي:
وَيُؤۡثِرُونَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ وَلَوۡ كَانَ بِهِمۡ خَصَاصَةٞۚ
ترجمه: دوې په هر حال د نورو حالت د ځان په نسبت ترجیح ورکوي، که څه هم دوې خپله فقیر وي.