کال نوی شو، پسرلی راغی او د ژمي ځیږ او توند موسم یې په ملایمې او خوندورې هوا بدل کړ.
نوی کال ډیر څه له ځانه سره لري. په نوي کال کې ریژیدلي ګلونه یو ځل بیا را تازه کیږي، سیندونه را ځوانیږي او د خپل هدف په لور مستې چپې وهي، ونې له خزاني خوبه را پاڅیږي او شنې کیږي؛ له همدې امله هغه مرغان چې د ژمني حبسه تازه خلاص شوي، پر خاښونو نوې او تازه ترانې غږوي.
نوی کال زمونږ ژوندون کې لوی تغیر راولي او زموږ څخه ډیر څه غواړي ځکه خو سملاسي شپې لنډوي او د ورځو په اوږدولو باندې پیل کوي، د خوبونو او غفلت وخت لنډوي او د کار، لټون او فعالیت ژوند ته زیاتوالی ورکوي. د تورتم وخت محدودوي او روښنایي زیاتوي.
که د نوي کال اقلیمې وضیعت ته ښه ځیر شو او د پسرلي بریښناګانې په نظر کې ونیسو، پوه به شو چې نړۍ په رڼا، نوښت،علم او پوهې استواره ده او د وخت بیړۍ په همدغو شیانو باندې ددنیا په سمندر کې تیزه ځغلي. هغه زمانه نوره تللې چې ژوند به په تیارو او تورتمونو کې وو.
که د ژوند بیړۍ مو په کار، علم، هنر، او عمل مخته وینسو، د نړۍ په دغه طوفاني بحر کې به غرق شوي وو او تل به د نورو د مرستې او لاسنیوي محتاج وو.
نوی کال نوې هیلې او فرصتونه له ځانه سره لري چې ځیني یې د یوه میږي په څیر ګټه ترې اخلي او ډیری یې د طوطیانو په شان په سندرو او نغارو تیروي او ورسته یې ارمان کوي.
نو راځئ د زحمت کښه میږیو په څیر له دغو فرصتونو ګټه پورته کړو د هدف په لور غښتلي او ټکني ګامونه واخلو، تغیر او تحول ته ښه راغلاست ووایو نه دا چې د طوطیانو په څیر یې په نغارو او عبثیاتو تیر کړو. له څرنګه خدای په قران وایي:
«وَأَن لَّيۡسَ لِلۡإِنسَٰنِ إِلَّا مَا سَعَىٰ٥ وَأَنَّ سَعۡيَهُۥ سَوۡفَ يُرَىٰ.»
یعنې: او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) کوښښ كړى. او بېشكه د ده د کوښښ نتیجه به ژر وښوول شي.
پاي
وروستي