مازیګر وو، لمونځ یې اداء کړ او سمدستي کوټې ته راننوته. ډیره وارخطا وه او په بیړه بیړه یې د کالیو بکسونه لټول.
مورکۍ چې د لمانځه اداء کولو څخه وروسته په جای نماز ناسته وه او د خپلو بچیانو د غوره راتلونکي په اړه یې دعاوې کولې نجلۍ ته په لیدو حیرانه شوه نو غږ یې کړ:
وا لورکۍ دا ولې دومره په بیړه یې؟
- مورې خبره نه یې؟! مکتبونه مو شروع شول. سباته که خیر وي مکتب ته به ځو، هغه د مکتب حجاب مې لټوم چې اوتو یې کړم. شیبه وروسته یې خپل د ښوونځي ټول توکي تیار کړل او په ځای یې کیښودل.
شپه اوږده شوه، ټوله شپه یې د ښوونځي او زده کړې فضا په خپل پاک ذهن کې تصوروله. د پسرلي نسبتاً ګرمې هوا سره یې زړه هم ګرم، تاند او هڅاند شوی وو ځکه پوهیدله چې نوی عصر ګرم زړونه غواړي او هغوي چې زړونه یې لا تراوسه ساړه دي او په خزاني خوب ویده دي، په حقیقت کې تغیر ته هیڅ کومه لیوالتیا نلري.
سهار وختي له خوبه را پاڅیده او د حجاب تر اغوستلو وروسته یې له مورکۍ څخه ددعا غوښتنه وکړه او له دروازې ووته.
لکه د پسرلي د مرغۍ په څیر چې تازه د ژمي له بنده خلاصه شوې وي او یا د اوړي د لمر غوندې چې غواړي په خپلو زرینو شغلو غوټۍ په میوې بدلې کړي او بیا همدا میوه تر پخوالي وروسوي، د زده کړې په لور له بلهاوو امیدونو او هیلو سره روانه شوه.
د یوې ګړۍ پیاده مزل وروسته بالاخره ښوونځي ته ورسیده. ګوري چې ټولې ملګرې او ټولګیوالې یې د ښوونځي په دروازه کې لکه خزان وهلې ونې داسې ناهیلې ولاړې دي. پوښتنه یې وکړه چې څه کیسه ده؟ ولې ولاړې یئ او ښوونځي ته نه ننوزئ؟
ټولګیوالو یې په ژړغوني غږ ورغبرګه کړه:
نوی دولت نه غواړي چې موږ درس ووایو او آن زموږ زده کړه فحشا ګڼي نو ځکه یې ښوونځي زموږ پرمخ تړلي دي.
نجلۍ ناهیلې شوه او بیرته د کور په لور را روانه شوه. له ځانه سره یې وویل:
موږ پداسې یوه ټولنه کې زیږیدلي یو چې وګړي یې ړانده دي، زموږ تعلیم ورته یو عار ښکاریږي، زموږ د جامعې وګړي په اسلام سر ورکوي مګر په اوامرو یې ځان نه پوهوي، دوې ښځې ته یواځې د یوې آلې په سترګه ګوري، دوې ته د ښځو تعلیم بې ننګي ښکاري مګر د غیرت ډیوې یې هغه وخت مړې وي چې میرمنې یې نارینوو ډاکټرانو ته مراجعه کوي.
بس همدا به زموږ نصیب او قسمت وي......
پای
وروستي