د دې لپاره شل دلیلونه، چې ولې ډېر خوراک کوئ

ډېری کسان د خپل ژوند په اوږدو کې، د وزن د ډېرښت یوه دوره تجربه لرلې ده، هغه موضوع چې له یوې خوا په هغوی باندې اروایي اغېزې لرلې دي او له بلې په جسمي روغتیا باندې یې اغېزې ښندلي دي. که څه هم چاغښت او د وزن ډېروالی کولای شي بېلابېل دلیلونه ولري، خو ډېر خوراک یې یو له مهمو دلیلونو څخه دی.
 
سره له دې چې د تغذیې ځینو متخصصینو د بدن د متابولېږم په اړه نویو موندنو ته لاسرسی پیدا کړی دی، چې ښکاره کوي، دا چې «څه څیز خورو» زموږ په چاغښت کې له دې څخه ډېر چې «څومره خورو»، اغېز لري، په دې حالت کې نه شو کولای د وزن په ډېرښت باندې د ډېر خوراک اغېز ته بې پامه شو.
 
ډېر خوراک یو بد خوړنیز عادت دی، چې کولای شي په بېلابېلو دلیلونو رامنځته شي، چې فرد د دې ستونزو په حل کولو سره کولای شي له ډېر خوارک کولو څخه خلاصون پیدا کړي، خو ولې ډېر خوارک کوو؟
۱ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه چې په کافي اندازه پروتین نه مصرفوئ.
 
۲ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه چې د شپې له مخې په کافي اندازه خوب او استراحت نه لرئ.
 
۳ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه تر ځنډه ویده کېږئ، که څه هم په شپه او ورځ کې د اړتیا وړ اته ساعته خوب مو کړی وي.
 
۴ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه چې له بریده زیات تصفیه شوي کاربوهایډرېټ، لکه: خواږه، چاکلېټ، بوره، مربا او داسې نور مصرفوئ.
 
۵ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه چې په خوړنیز رژیم کې مو غوړي ډېر کم دي.
 
۶ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه چې په کافي اندازه اوبه نه څښئ او بدن مو هایډریت نه دی.
 
۷ ـــ ډېر خوارک کوئ، ځکه په خوړنیز رژیم کې مو فیبر، لکه: د مېوو او سبزیو فیبر نه شته.
 
۸ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه د خوړو خوړلو پرمهال تل حواس مو ګډوډ دي، لکه د خوړو خوړلو پرمهال ټلویزیون ننداره کوئ.
 
۹ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه د څښاکونو، لکه: د جوسو، پیپسي  او نورو ... له لارې لوړه کالوري ترلاسه کوئ.
 
۱۰ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه سټرس او نورې ډېرې زیاتې فکري ستونزې لرئ.
 
۱۱ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه له ځینو درملو، لکه: له هورموني او د خپګان ضد درملو څخه ګټه اخلئ.
 
۱۲ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه چې په ډېره چټکه توګه خواړه خورئ.
 
۱۳ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه له روغتیایي ستونزو لکه: د شکرې ناروغۍ او یا د تایرایډ ستونزې لرئ.
 
۱۴ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه د مغذي موادو د ترلاسه کولو پرځای، د کالوري په ترلاسه کولو باندې تمرکز کوئ، لکه: په وچه ډوډۍ یا وریژو باندې مو خېټه ډکوئ.
 
۱۵ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه چې بې حوصلې یاست. په حقیقت کې له خوړو څخه د بوختیا په توګه کار اخلئ.
 
۱۶ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه ډېر زیات کېنئ.
 
۱۷ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه فکر کوئ، چې له خوړو خوړلو وروسته، باید د معدې د بشپړې ډکېدو او د مړښت احساس ولرئ.
 
۱۸ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه له بریده زیات له الکولي مشروباتو څخه ګټه اخلئ.
 
۱۹ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه په سهارنۍ کې ډېر زیات قندي مواد خورئ، په داسې حال کې، غوره ده، چې د فیبر، پروتینو او قندي مواد یو ترکیب وخورئ.
 
۲۰ ـــ ډېر خوراک کوئ، ځکه سم خواړه نه خورئ، یانې تاسو ظاهراً خپله خېټه مړوئ، دا چې خوړنیز رژیم مو سم نه دی، بدن ته مو په کافي اندازه مغذي خواړه نه رسېږي او د بدن ژونکې (حجرې) مو دغه راز د اړتیا او لوږې اعلان کوي.