آيا پوهېږئ؟ که مريخ کې ځان وزن کړئ نو څو کيلو به وئ؟

مريخ د لمريز نظام دويمه تر ټولو کوچنۍ سياره ده. د ځمکې په پرتله مريخ کې د جذبې ځواک يوازې ۳۸ سلنه دی.  مطلب که چېرې  ستاسې وزن د ځمکې پر سر ۱۰۰ کيلو وي او بيا مريخ کې ځان وتلئ، نو يوازې ۳۸ کيلو ګرام به ياست. 

همدا ډول مريخ کې د هوا مانع شتون نه لري، نو که چېرې يو کس هلته د فوټبال توپ په لغت ووهي، نو د ځمکې په پرتله ۱۶ ځلې ډېرې لېرې غورځيږي. مريخ کې ساړه هم زيات دی. 

دغه سيارې ته د لومړي ځل لپاره روسان پورته شوي وو. روسانو له نن نېږدې ۳۱ کاله وړاندې د روسانو يوه فضايي بېړۍ مريخ ته ورسېده او دغه سيارې ته يې د سرې سيارې څخه وويل.