هر هغه څوک چې په قومي شخړو کې شوی تړون ماتوي ، د قانون منګولو ته سپارل کیږي .

دا څرګندونې د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په خپاره شوي خبر پاڼه کې راغلي او په کې ویل شوي دي چې :
خوست ولایت د هېواد دهغو ولایتونو شمېرل کیږي ،چې له پلازمېنې کابل څخه په لېرې فاصله کې پروت سرحدي ولایت دی  او په دې ولایت کې دډېرو کالونو راهیسې د مېشتو قومونو ترمنځ د غرونو ، څړځایونو او ځمکو پر سر دعوې او لانجې شتون درلود، چې ټولو ښکېلو خواوو ته یې د سر او مال په درانه زیان تمامي شوي دي .
په دې ولایت کې د منګلو او مقبلو ، دګربزو د نصرالدین او بوریخېلو، د شمل او ګربزو ، د حیدرخېلو او د ورزې د لېوانخېلو او نورو ترمنځ داسې دعوې شتون درلود، چې د لسګونو کالونو په ترڅ کې یې هواری نه وو ،شوی .
خو د څو میاشتو راهیسې د ولایتي ادارې په زیاتو هلو ځلو او پاک نیت د دغو قومونو ترمنځ یادې شخړې په سولیزه توګه هوارې شوې او دوی یې له دې بدبختیو څخه خلاص کړي دي .
نوموړیو قومونو له دولت او  جوړشوي کمیسیون سره  په خپله خوښه داسې تړونونه وکړل ، چې په هېڅ صورت به له دې وروسته په خپلو منځو کې جنګ او جګړې نه کوي ، بلکې په تړون کې لاسلیک شوي مواد به په خپلو ځانونو عملي کوي .
همداسې وشول ، یادې ټولې شخړې هوارې شوې او د فیصلې د تطبیق لپاره د دې ولایت پياوړو ځواکونو مدبها ځایونو ته چې په لوړو ، لوړو غرونو کې یې موقعیت درلود، ځانونه ورسول او د شوي فیصلې له مخې یې جوړې شوي مورچې ونړولې  او  ناقانونه وسلوال اربکیان یې بېرته خپلو کورونو ته ولاړل
په دې ولایت کې د قومونو ترمنځ وروستۍ لویه شخړه د منګلو او مقبلو ترمنځ وه ، چې د خوست د مېلمستون ودانۍ دسولې په کور کې د یوې پراخې ناستې په ترڅ کې ورته د حل ټکی کېښودل شو، دوی په هغه لیکل شوي ژمنلیک باندې لاسلیکونه اوګوتې ولګولې ، چې له مخې به یې یاده فیصله په ځانونو تطبیق کوي او په هېڅ صورت به په یوه او بل باندې تجاوز او تېری نه کوي .خو  دغه تړون چې د دوی ترمنځ شوی وو، د مقبلو قوم مشر سخي محمدله لوري  دوه ځلې مات شواو پر منګلو يې د تړون خلاف تېری وکړ،خو منګلو قوم د دوی پر وړاندې له زغم او حوصلې کار واخېست او ولایت مقام ته عارض شول . چې دادی ، سخي محمد د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو ،له ده څخه دا مهال پوښتنې او ګروېږنې روانې دي ، چې ولې یې تړون او تفاهم مات او پر منګلو یې تېری وکړ.
د خبر پاڼې په وینا هر هغه څوک چې سوله او امنیت ته ګواښ پېښوي او د خپلو شویو تړونونو سرغړونه کوي ، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول کیږي اوسخت  قانوني چلند به ورسره کیږي .
مطبوعاتي دفتر
ورځ :پنځم
نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۱۳