د مومي چينجي (Waxworm) د لاړو عجيب راز او اغېز 

مومي چينجی چې انګلېسي نوم يې Waxworm دی يوه حشره ده، چې طبيعت کې ډېر پيدا کېږي.  ساينس پوهانو تازه ددغه چينجي يوه وړتيا څېړلې ده، چې چاپيريال لپاره ګټوره ده. 

ددغه چينجي په  لاړو (لعاب) کې لوی خدای (ج) داسې وړتيا او ځانګړنه پيدا کړې ده، چې پلاستيک سره تماس کې شي نو پلاستيک ټوټې - ټوټې کوي او له منځه يې وړي. 

د مومي چينجي په لاړو  کې د glycol په نوم انزايمونه شتون لري، چې پلاستيک ته ورسيږي نو پلاستيک ټوټې کېږي او له منځه ځي. پلاستيک چې په ورځني ژوند کې پراخه کارول کېږي، د چاپيريال د ککړتيا يو ستر  سرخوږی دی. 

د يوې څېړنې پر بنسټ کله چې پلاستيک  تر خاورو لاندې شي  نو تر ۵۰۰ کاله پورې له منځه نه ځي خو د مومي چينجي لاړې  يې د څو  ورځو دننه له منځه وړي.