الزایمر يا د عقل د زوال ناروغي 

د الزایمر ناروغۍ نوم به مو اورېدلی وي. دا يوه عصبي ناروغي ده، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۴ کال کې د  آلویز آلزایمر په نوم د يو الماني عالم او ډاکټر له خوا وپېژندل شوه. 

الزایمر ناروغي عموماً په ستر عمر او هغه هم د ۶۰ څخه پورته کالونو کې پېښيږي، چې حافظه په کې له منځه ځي او د عقل د زوال پړاو هم ورته وايي. د الزایمر ځانګړي لاملونه څرګند نه دي، خو جنېټيک او ځيني چاپيريالي لاملونه پېژندل شوي دي.

دغه ناروغي يوه تل پاتې او نااعلاجه ناروغي ده. لومړنۍ نښې يې دا دي، چې څوګ پرې اخته وي، نو وروستۍ پېښې يې له ياده وځي او هغه څه چې نېږدې ورځو کې يې کړي، ياد ته نه ورځي.