ښه ورځنی عادت وپېژنئ، ترڅو د هغه په تثبیت او ترې په کار اخیستلو سره، وکولای شئ خپله انرژي په مهمو او بنسټیزو کارونو باندې مصرف کړئ، په دې لیکنه کې به د بریالیو افرادو له ورځنیو عادتونو سره آشنا شئ، نو لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
د مثبتو او ګټورو عادتونو د لرلو ارزښت
ورځني عادتونه موږ ته د دې اجازه راکوي، ترڅو د خپلو معمولو ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره ډېره کمه انرژي مصرف کړو. که اړ واوسو د هغه کوچني کار لپاره، چې د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کوو، د فکر کولو لپاره ډېر زیات وخت ځانګړی کړو، نه شو کولای، چې خپله انرژي په مهمو او اساسي کارونو باندې ولګوو.
په همدې دلیل موږ باید په خپل ځان کې مثبت عادتونه رامنځته کړو، چې وکولای شو خپل کارونه په ښه او چټکه توګه ترسره کړو. لکه: مسواک وهل، د خوړو چمتو کول، له خوبه را ویښېدل، د شپې له مخې ژر ویده کېدل او لس ګونه نور عادتونه، چې د ورځې په اوږدو کې ورته اړتیا لرو.
که اړ واوسو، چې د یوې ساده مسواک وهنې لپاره په ساعتونو فکر وکړو، چې باید څنګه او څه وخت یې ترسره کړو، د هغو مهمو او بنسټیزو کارونو ترسره کولو ته، چې ترسره کول یې زموږ لپاره ډېر زیات لومړیتوب لري، وبه نه رسېږو.
د مثبتو عادتونو لرل، په ژوند کې په ښه توګه خپل اغېز ښکاره کوي. د بېلګې په توګه: که ښه او سالمه تغذیه ولرئ، نو له شک پرته سالم خوړنیز توکي خورئ او یا په رسټورانټ کې سالم خواړه را غواړئ یا که چېرې مناسب وزن او ښه اندام لرئ، په احتمالي توګه دلیل یې دا دی، چې ورزش کول مو خپل عادت ګرځولی دی.
د مثبتو عادتونو د رامنځته کېدو پروګرام
د دې لپاره، چې وکولای شئ، مهم او پایله ورکوونکي کارونه په خپل عادت باندې بدل کړئ، نو هرومرو اړینه ده، چې دقیقه پروګرام جوړونه ولرئ.
د بریالیو افرادو ښه ورځني عادتونه
که د بریالیو کسانو ژوند لیک مطالعه کړئ، په ډېرې آسانۍ دې ته متوجه کېږئ، چې د بریا دلیل یې ښه او مثبت عادتونه دي، چې په خپل ژوند کې یې لري. البته بریالي کسان بد عادتونه هم لري، خو ښه او مثبت عادتونه یې ډېر دي.
سپارښتنه کېږي، چې «د اغېزناکو خلکو اووه عادتونه» تر عنوان لاندې کتاب ولولئ، ترڅو وکولای شئ د دې کسانو له ښه او اغېزناکو عادتونو سره آشنا شئ او په ژوند کې له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره، بریا ته ورسېږئ، لاندې په دې کتاب کې په بیانو شویو اووه عادتونو باندې مرور کوو:
۱ ـــ د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره هڅه کوونکی او مخکښ واوسئ.
۲ ـــ د کار له پیله د پایلې او پای په اړه یې فکر وکړئ.
۳ ـــ کارونه مو لومړیتوب بندي کړئ او د مهم اوسېدو په ترتیب سره یې ترسره کړئ.
۴ ـــ په خپلو اړیکو کې د دوه اړخیزو ګټو په اړه فکر وکړئ، ترڅو بریا ته ورسېږئ.
۵ ـــ له پیله د پای په اړه فکر وکړئ.
۶ ـــ نورو سره په کارونو کې یې ګډون ولرئ او ورسره مرسته وکړئ.
۷ ـــ اره مو تېره کړئ، په دې مانا، چې د خوځښت لپاره خپلو وسایلو ته دقت وکړئ، وسایل کولای شي، ستاسو انګېزه او انرژي هم وي.
د نوي کال لپاره د ښو ورځنیو عادتونو لېست
په دې برخه کې ستاسو لپاره په هغو عادتونو باندې رڼا اچوو، چې د ورځې په اوږدو کې په ترسره کولو سره یې کولای شئ، چې د یوې کمې مودې له تېرېدو څخه وروسته اغېز یې په خپل ژوند کې ووینئ. وړاندیز کېږي، چې د هغو عادتونو لېست، چې خوښېږي مو، وې لیکئ او تکرار یې کړئ.
۱ ـــ د شپې ژر ویده شئ
فکر کوم، چې ډېر کم کسان وي، چې د شپې د ژر ویده کېدو له ګټو څخه به خبر نه وي. په خپل ځان کې د دې عادت په رامنځته کولو سره، دې ته به مو پام شي، چې په سبا یې تازه یاست، تر ډېره کولای شئ په خپلو مهمو او بنسټیزو کارونو باندې تمرکز وکړئ، تازه پوستکی ولرئ او داسې نور...
۲ ـــ سهار ژر له خوبه را ویښ شئ
دې عادت ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ، ترڅو له خوبه د راویښېدو عادت مو نیم نیم ساعت شاته بوځئ. تاسو نه شئ کولای، چې په یوه ورځ کې هوډ وکړئ، چې د ورځې د لسو بجو د را ویښېدو پرځای د سهار شپږ بجې له خوبه را ویښ شئ. که وکولای شئ، چې یوازې د څو ورځو لپاره له خوبه وخته را ویښ شئ، نو که هڅه ونه وکړئ او دوام ورنه کړئ، نو ډاډه اوسئ، چې پخواني بهیر ته به بېرته ور وګرځئ.
که چېرې په خپل ځان کې لاندې عادتونه رامنځته کړئ، نو د ورځې په اوږدو کې به ډېره زیاته ګټه وکړئ، لکه:
ـــ ډېر زیات وخت په واک کې لرئ، ترڅو خپل کارونه ترسره کړئ.
ـــ کولای شئ د ورځې په اوږدو کې د خپلې خوښې کارونو د ترسره کولو لپاره ډېر زیات وخت ځانګړی کړئ.
ـــ نور به د وخت د کمښت لپاره بهانه ونه لرئ.
ـــ تازه به وئ.
ـــ او داسې نور...
۳ ـــ ښه ورځني عادتونه: مُسکا وکړئ
د ورځې په اوږدو کې په دوامداره توګه مُسکا کول د دې سبب ګرځي، ترڅو:
ـــ جذاب شئ.
ـــ سټرس مو له منځه لاړ شي.
ـــ ښه حالت ولرئ.
ـــ ډېره انرژي ولرئ.
ـــ د نورو حالت ښه کړئ.
ـــ د وینې فشار مو ټیټ وي.
ـــ د خوندیتوب پیاوړی سیستم ولرئ.
ـــ مثبت فکر کوونکی شئ.
له دې امله هڅه وکړئ، چې مُسکا کول د خپل ځان لپاره په یوه عادت باندې بدل کړئ.
۴ ـــ منندوی واوسئ او شکرونه ادا کړئ
د یاددښت یوه کوچنۍ کتابچه ولرئ او د هرې ورځې په پیل کې، د خپل ژوند د درې مهمو ټکو په اړه مننه وکړئ او د یاددښت په کتابچه کې یې ولیکئ، دا کار د دې سبب ګرځي، کله چې د ورځې په اوږدو کې له ستونزو او خنډونو سره مخامخ شوئ د شکر ادا کولو انرژي به په تاسو کې له هغو سره د مقابلې وړتیا زیاته کړي.
بل ټکی دا دی، چې په مننې او شکر ادا کولو سره به د خپل ژوند په مثبتو ټکو باندې پوه شئ، چې تر ډېره د هغو په اړه بې خبره او په خپل ژوند کې د هغو له شتون څخه مو هېڅ معلومات نه درلوده.
۵ ـــ ورځنۍ پروګرام جوړونه ولرئ
له خوب څخه مخکې هرومرو یو ساعت د هغو کارونو په اړه پروګرام جوړونې ته ځانګړی کړئ، کوم چې باید سبا ترسره شي. په دې کار سره، سبا کولای شئ په غوره توګه خپلو کارونو ته ورسېږئ. له را ویښېدو وروسته لومړی لمونځ ادا کړئ او بیا پرته له ځنډه د خپلو کارونو ترسره کول پیل کړئ، د هغو ډېرو کارونو له ټولګې سره، چې نه پوهېږئ، څنګه او څه وخت یې ترسره کړئ، نور نه مخامخ کېږئ او په پایله کې ستړی او ستومانه به نه شئ.
د یادونې وړ ده، چې د مهال وېش جوړونې لپاره یوازې پنځلس دقیقو ته اړتیا لرئ، له دې امله پروګرام جوړونه په خپل ورځني عادت باندې بدله کړئ.
۶ ـــ د ورځې ښه عادتونه: ورزش وکړئ
که وکولای شئ ورزش کول د خپل ځان لپاره په یوه عادت باندې بدل کړئ، کولای شئ ډېرې زیاتې ګټې ترلاسه کړئ. کولای شئ د ورځې نیم یا یو ساعت پلي مزل، منډې وهلو او یا بایسکل ځغلونې ته ځانګړی کړئ.
۷ ـــ ډېرې اوبه وڅښئ
په خپلو عادتونو باندې اوبه څښل هم ور زیات کړئ، ترڅو ښه حالت او تازه پوستکی ولرئ. د دې لپاره چې وکولای شئ اوبه څښل د خپل ځان لپاره په یوه عادت باندې بدل کړئ، تل له خپل ځان سره د اوبو یو بوتل ولرئ، چې کله ناکله ترې اوبه وڅښئ.
۸ ـــ له ټولنیزو شبکو څخه لیرې والی وکړئ
له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، چې ډېر کم وخت به په ټولنیزو شبکو کې مصرفوئ. د دې کار لپاره، هغه ساعتونه، چې په ټولنیزو شبکو کې یاست، په یوه کاغذ باندې ولیکئ، له دې وروسته هڅه وکړئ، بېځایه مصرف کېدونکو وختونو پرځای کتاب مطالعه کړئ او خپل معلومات زیات کړئ.
۹ ـــ ورځني ښه عادتونه: مطالعه وکړئ
د مطالعې لپاره له هر فرصت څخه ګټه واخلئ او له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، چې هرو مرو به د ورځې څو مخه مطالعه کوئ. د دې کار لپاره سپارښتنه کوم، لومړی هغه کتابونه ولولئ، چې ستاسو له فردي ودې او د مهارتونو له ډېرښت سره مرسته کوي، له دې وروسته په ژوند کې هغې موخې ته په پام سره، چې لرئ یې، کتاب چمتو او مطالعه یې کړئ.
۱۰ ـــ د خیر ښېګڼې کار ترسره کړئ
د خیر ښېګڼې کارونه ترسره کول، ستاسو حالت ښه کوي. اصلاً اړینه نه ده، چې د دې ډول کارونو د ترسره کولو لپاره ډېر لګښت وکړئ، یوازې بسنه کوي، چې د هغو افرادو لیدو ته ورشئ، چې ډېر وخت تېر شوی دی، ترې خبر نه لرئ او یوازې دي یا د سړک په سر له لاس پلورنکي څخه یو څه واخلئ او په لس هاو نور کارونه، چې کولای شئ، د ډېر لګښت له کولو پرته، له نورو سره مرسته وکړئ.
۱۱ ـــ له مثبتو کسانو سره تګ را تګ وکړئ
خپل ځان داسې عادت کړئ، چې له هغو کسانو سره تګ را تګ وکړئ، چې مثبت او مخ پر ودې فکر لري، نه له هغو افرادو سره، چې هرې مسئلې ته په منفي لید سره ګوري، منفي لید او فکر لرونکي افراد به پرته له شکه، ستاسو د ودې او پرمختګ په لاره کې یو ستر خنډ وي، له دې امله له هغو کسانو سره تګ راتګ وکړئ، چې تاسو ته د ودې او پرمختګ په لور لارښوونه وکړي.
د نورو له خولې د منفي کلیمو او عبارتونو اورېدل، په چټکه توګه د لا ډېرې هڅې لپاره ستاسو انګېزه او انرژي له منځه وړي. د خبرو کولو پرمهال د کلیمو ځواک ته پام وکړئ او هڅه وکړئ، چې تاسو هم له نورو سره په خبرو کولو کې له مثبتو او انرژي بښونکو کلیمو څخه ګټه واخلئ.
۱۲ ـــ ورځني ښه عادتونه: مسواک ووهئ
موږ ټول د مسواک وهلو له ګټو څخه خبر یو، نو د ډېرو توضیحاتو له ورکولو څخه ډډه کوو.
خو هغه مهم ټکی، چې باید ورته پام وکړئ، دا دی، چې د مسواک وهلو له کبله، له نورو سره د خبرو کولو پرمهال به د خولې له بد بوی او د غاښونو له ژېړوالي څخه خوندي وئ.
۱۳ ـــ یو وخت تفریح ته ځانګړی کړئ
هرومرو د ورځې په اوږدو کې د تفریح او استراحت لپاره وخت په پام کې ونیسئ، ترڅو وکولای شئ د لا ډېرې هڅې لپاره اړینه انرژي ترلاسه کړئ. کولای شئ تفریحګانې په فردي یا ډله ایزه توګه ترسره کړئ. د اوږد مهال لپاره کار کول تاسو ستړی او ستومانه کوي او دغه راز د انرژي کچه مو د پام وړ راښکته کوي.
۱۴ ـــ سالمه تغذیه ولرئ
هرومرو هڅه وکړئ، له هغو کسانو څخه زده کړه وکړئ، چې د سالمې تغذیې په برخه کې متخصص دي، ځکه د سالمې تغذیې لرل، د غړو په تناسب، له ناروغیو څخه په لیرېوالي او ..... کې اتیا سلنه ستاسو د بریا ضمانت کوي. په دې برخه کې کولای شئ ډېر زیات کتابونه ولولئ او یا له سایټونو او معتبرو مقالو څخه ګټه واخلئ.
۱۵ ـــ ورځني ښه عادتونه: زده کړه وکړئ
د خپلو موخو او دغه راز د خپلې خوښې وړ کارونو یو لېست چمتو کړئ او د هغو په لومړیتوب بندۍ سره، زده کړه پیل کړئ. زده کول له هغه څه څخه په چټکه توګه تاسو خپلو موخو ته رسوي، کوم چې ګمان یې کوئ، له دې امله زده کړه هرومرو د خپلو ورځنیو عادتونو یوه برخه وګرځوئ، که څه هم ډېر لږ وخت پرې ولګوئ، خو پایله به یې اغېزناکه وي.
د بېلګې په توګه: د یوې ژبې د زده کولو لپاره، له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، چې په ورځ کې د هغې ژبې پنځه لغتونه ولولئ او تمرین یې کړئ، دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو په راتلونکو ورځو کې په ناخبره توګه د تمرین لپاره ډېر وخت ځانګړی کړئ.
د ورځنیو عادتونو د بدلون لپاره چمتو یاست؟
په تمرین او پرله پسې تکرار سره کولای شو هر چلند په عادت باندې بدل کړو، تر ډېره ځینې کسان منفي عادتونه، د ناسمې روزنې، کورنیو باورونو او چاپېریال تر اغېزې لاندې تر لاسه کړي دي، چې کولای شي، په لږ هڅې سره په مثبتو عادتونو باندې یې بدل کړي.
سپارښتنه کوم، له پورته بیان شویو عادتونو څخه د هر یوه د رامنځته کېدو لپاره، هڅه وکړئ، په خپل ځان کې د کوچنیو عادتونو یوه ټولګه رامنځته کړئ، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږئ. د بېلګې په توګه که غواړئ مطالعه کول په خپل یوه عادت باندې بدل کړئ:
ـــ د ورځې لږ تر لږه د کتاب یو مخ مطالعه وکړئ.
ـــ هر ځای ته چې ځئ په خپل بکس کې یو کوچنی کتاب ولرئ، ترڅو په هر فرصت کې کتاب ولولئ.
ـــ غږیز او برېښنایي کتابونه هرومرو وازمایئ.
ـــ د نورو لپاره هرومرو کتاب ډالۍ کړئ.
ـــ په خپله کوټه کې یو کوچنی کتابتون ولرئ.
ـــ په کتاب کې مو چې کومې جملې خوښېږي، د یاددښت په کتابچه کې یې ولیکئ یا یې ترې لاندې لیکه وکاږئ.
ـــ د هر څپرکي په پای کې، ماینډمپ رسم کړئ (ماینډمپ څه ته وایي، مقاله مطالعه کړئ).
ـــ د مطالعې پرمهال د تمرکز ګډوډونکي لاملونه، لکه ګرځنده ټیلیفون او د ټلویزیون روښانه اوسېدل لیرې کړئ.
وروستي