چين داسې آله اختراع کړې چې په مستقيم ډول د بحر له اوبو  هايدروجن توليدوي

چين داسې يوه آله اختراع کړې ده، چې کولی شي په مستقيم ډول د بحر له اوبو هايدروجن  جوړ کړي. اختراع کوونکي يې وايي چې د هايدروجن پخوانيو متيودونو په پرتله دغه ميتود اغېز لرونکی دی او اړخيزې اغېزې نه لري. 

د Nanjing Tech په نوم د چين پوهنتون پروفيسرانو، طبيعت يا  Nature نومي ژورنال ته ويلي دي، چې دغه ماشين په پرله پسې ډول سره  ۳۲۰۰ ګړي بريالی کار وکړ. 

له ډېر تېر راهيسې د نړۍ په بېلا بېل هېوادونو کې د هايدروجن د توليد مختلف سېسټمونه موجود دي خو چينايي پوهان دغه سېسټم ډېر اغېز لرونکی بولي او زياتوي چې د ډېر هايدروجن  د توليد وړتيا لري.