خبرې وکړئ او غوږ ونیسئ

کلامي مهارتونه یا په بل عبارت سمې او روانې خبرې کول، یوه له مهمو ادراکي وړتیاوو څخه ده، چې د مغزي زیانونو له امله ګډوډېږي.
 
که تاسو ونه شئ کولای، چې خپله موخه په کلامي بڼه نورو ته ولېږدوئ، نو نه شئ کولای، چې له هغوی سره ټولنیزه اړیکه ټینګه کړئ، چې د دې چارې پایله انزوا او یوازېتوب دی.
 
د دې ذهني مهارت د ښه والي لپاره په ځینو تګلارو باندې پوهېدل او ترې کار اخیستل، کولای شي د دې ستونزې په حل کولو کې له تاسو سره مرسته وکړي.
 
له نورو سره په منظمه توګه خبرې وکړئ
هڅه وکړئ، چې د خپلې کورنۍ له غړو، همکارانو، ټولګیوالو او دغه راز له خپلو دوستانو سره د ورځې په اوږدو کې خبرې وکړئ. کولای شئ دا خبرې اترې د ټیلیفون له لارې او همدا راز په حضوري توګه ترسره کړئ. د دې خبرو اترو په اوږدو کې غوره ده، چې د بېلابېلو مسایلو په اړه پوښتنې وکړئ او ځوابونه هم د خپل ځان لپاره تحلیل او تکرار کړئ.
 
د مهارت لرونکو او په کار پوه کسانو خبرو ته غوږ ونیسئ
د خبرونو کتل یا ویناوو ته غوږ نیول به له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي. هڅه وکړئ، چې له هغو څخه بېلګه اخیستنه وکړئ.
 
په منظمه او ورځنۍ توګه مطالعه وکړئ
یو کتاب یا یوه ورځپاڼه را واخلئ او لوستل پیل کړئ، که په متن کې له ناپېژاندو او نا آشنا لغتونو سره مخامخ شوئ، له قاموس څخه ګټه واخلئ. هره برخه مو چې ولوستله، نو له ځانه وپوښتئ، چې له هغه متن څخه په څه څیز باندې پوه شوئ، کولای شئ د خپل ځان لپاره یې د مهمو برخو نچوړ را وباسئ.
 
آیا د خپل ماشوم خبرو ته د غوږ نیولو او دغه راز د هغو د اورېدلو له مهارتونو سره آشنایئ لرئ؟
 
خپل ځان داسې عادت کړئ، چې کله وخت لوړ فکر وکړئ
ټول انسانان د ورځې په اوږدو کې له خپل ځان سره فکر او خبرې کوي او په ذهني توګه د خپل ځان لپاره پروګرام جوړوي. که غواړئ، چې کلامي مهارتونه مو ښه شي، سر له ننه، په لوړ غږ دا دنننۍ خبرې اترې ترسره کړئ.