جاپان کې: د چنجيو په وسيله د سرطان درملنه 

جاپان کې د Hirotsu Bio Science په نوم يو روغتيايي شرکت له ۲۸ کاله کار او تجربو وروسته داسې پايله ته رسېدلی  او اختراع يې کړې، چې د يو ډول خاص چنجيو په وسيله د انسان وجود کې سرطان له منځه يوسي. 

ددغه شرکت مشر هیروتسو تاکاکي وايي چې ۲۸ کاله يې په دې اړه مطالعه او تجربې کړې چې څه ډول کولی شي، چې د پانګراس غُدې سرطان له منځه يوسي او د ناروغانو ژوند وژغوري. 

د هیروتسو تاکاکي په وينا چې د Nematodes په نوم ځانګړي چنجي داسې روزل شوي دي، چې د سرطان بوی حس کوي او بيا پر هغه خوا حرکت کوي، کوم ځای کې چې سرطاني حجره شتون ولري. دغه چنجي بيا پر سرطاني حجرې بريد کوي  او له منځه يې وړي. 

دغه جاپانی متخصص وايي  چې  اوس وخت کې په زرګونه کسانو دغه ميتود پلی کړی او د پانکراس غُدې سرطان لرونکي کسان ترې رغېدلي دي. نوموړي هيله ښوودلې ده، چې په راتلونکي داسې نور چنجي هم تربيه کوي، چې د سينې، ځکير او سږو سرطاني حجرې به د بوی په وسيله پيدا او له منځه به يې وړي.