د خوست خلک د پرمختګ سره مينه لري ،د جنګ جګړو  ناوړه عواقب دوی ته مالوم او ترې کرکه لري .

  دا څرګندونې د خوست ولایت د دوه منده شمل ولسوالۍ قومي مشرانو د خوست والي عبدالجبارنعیمي سره د مقام په راغوښتل شوي ناسته کې په ډاګه کړې .
دا وخت په خوست کې د سولې عالي شورا په چوکاټ کې  ولایتي ۲۱ کسیز کمیسیون جوړ شوی ، چې پرلاپسې د قومي مشرانو سره ناستې لري .ترڅو د دوی د نظرونو،وړاندیزونو او حمایت په اساس په دې وتوانیږي ، چې دغه د سولې ملي پروسه د بریالیتوب تر منزله ورسوي .
نو په همدې اساس د روان لمریز لېږدیز کال د سلواغې په ۱۲ مه نېټه د ولایت مقام په غوښتنه نن ورځ د دې ولایت  د دوه منده شمل ولسوالۍ یو شمېر مخورو مشرانو سره ځانګړي ناسته ترسره شوه .
په دې ناسته کې چې دنوموړي ولسوالۍ قومي مشرانو ، د مخابراتو ریس ګل حبیب شاه او نورو مسوولینو ګډون درلود. په یاده ولسوالۍ کې یې دخلکو ستونزې او غوښتنې د خوست والي سره شریکې کړې .
په دې اړه قومي مشر حاجي قاسم ځدراڼ وویل ، چې د خوست خلک د سولې پروسې ته لېواله دي ، ځکه چې د پرمختګ اوآبادۍ سره مینه لري او له جنګ جګړو ستړي شوي دي .
دنوموړي په وینا د سیمې خلکو څو ځله له دوی غوښتي ، چې په سیمه کې د بیارغونې کارونه ترسره شي او ژمنه یې کړي ، چې د پروژو امنیت به هم په خپله سیمه وال ساتي .
د ده په خبره چې هلته د یو کال راهیسې د ملي پیوستون کارونه نه تر سره شوي ، چې خلک یې د بیاپيلېدو غوښتونکي دي ،ځکه چې د دې پروګرام ګټې ټولو سیمه والو ته یو شان  رسیږي .همداشان یې په دې ولسوالۍ کې د ښوونکو د کمبود یادونه وکړه اوترڅنګ یې زیاته کړه، د دوه منده شمل ولسوالۍ تعمیر لپاره قومونو په مناسب ځای کې ځمکه بېلا کړي ، چې ورسره کلینیک هم جوړېدای شي ، د ده په خبره چې د سیمې اوسېدونکي د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي ، نو په کار ده ، چې دکلینیک جوړولو په برخه کې هلې ځلې وشي .
دوی همداشان په خپله سیمه کې زرعتي ځمکې د سېلابونو له ګواښ سره مخ وبللې او په دې برخه کې یې د استنادي دېوالونو د جوړېدو غوښتنه وکړه .
قومي مشر حاجي قاسم ځدراڼ قومي مشران همغږي او د خپل دولت سره یې  په هره برخه کې همکار وبلل. د ده په وینا مشران به یې د سولې پروسې په هلوځلو کې پوره ونډه اخلي ، ترڅو هېواد مو د سولې اونېکمرغۍ څخه برخمن شي .
له ده وروسته یو شمېر نورو قومي مشرانو په وار سره خبرې وکړې ، دوی ټولو په دې خوښي ښودله ، چې په ولایت  کې یې ولایتي ادارې د قومونو ترمنځ لویې شخړې هوارې کړي او اوس یې په دې ولایت کې عملي هلې ځلې پيل کړي ، چې د وسلوالو مخالفینو سره روغې جوړې ته ورسیږي .چې په دې کې به له دولت سره قومونه غوڅ ملاتړ کوي .
دوی زیاتوله ، چې د دوه منده ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې موقعیت لري او کرهڼیزې ځمکې یې کمې دي ، چې په تېر وخت کې ورته د سېلابونو د راووتو له امله زیات مالي زیانونه اوښتي .نو له ولایتي ادارې یې د مرستو اوکومکونو هیله وکړه .
خوست والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې ځدراڼ یو لوی قوم وباله ، چې په دریو ولایتونوخوست، پکتیااو پکتیکا کې زیات شمېر ولسوالۍ لري . دا چې د تاریخ په اوږدو کې ځدراڼو د خپل هېواد په ازادۍ کې مهم رول لوبولی دی ، نو اوس هم دوی ته په همدې برخه کې اړتیا ده ، په کار ده چې په کې د خپلو پلارونو او نیکونو په څېر له خپل دولت سره همکار ووسي .
د ده په خبره ، پدې ولایت کې ټول قومونه بیلا بیل پیاوړي  دودونه لري چې له مخې یې زیات شمیر لویې او کوچنی ستونزې هوارې شوي دي نو پکارده چې د خپلو دودونوپه چوکاټ کې د هغو ستونزو مخه ونیسو  چې له امله يې ولس زوریږی . نوموړي وویل چې زموږ د خاورې او ولس دښمنان هڅه کوي چې د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړ کړي ترڅو خلک په جهالت کې وساتي او لدې لارې خپل ناوړه هدف ته ځان ورسوي .
نو په کار ده ،چې د خپلو مرورو وروڼو په پخلاینه کې تاسو قومي مشران ښه رول ولوبوئ ، له دې لارې د ټولو هغو کسانو سره چې د دولت په مخالفت یې لاس پورې کړی، د خبرو اترو له لارې یې بېرته له خپلو وروڼو افغانانو سره یو ځای کړئ ، ترڅو په ګډه توګه د خپل هېواد په آبادۍ او رغونه کې برخه واخلي .
خوست والي نعیمي زیاتوله ، چې د ستونزو هواري په موخه  به ورته  هیت تعین او ولېږي ، ترڅو په سیمه کې په ښوونیزو ، زرعت او نورو برخو کې شته ستونزې د لومړیتوبونو له مخې په ګوته کړي ، ترڅو د حل لپاره یې عملاًد اړتیا او نوبت له مخې کار پيل شي .
نوموړي وویل ، دخوست په ځینوولایتي ادارو کې یې اصلاحات راوستي او په پاتې یې هم کار روان دی .ترڅوخلکو ته  پرته له ځنډه  په ښه شان سره خدمات وړاندې کړي .
ده راغلو مشرانو ته د زېري په توګه وویل چې دخوست او ګردېز ترمنځ غځېدلي سړک قرارداد له افغاني ساختماني شرکتونوسره شوی ، چې کار به یې ډېر ژر پیل شي . چې په دې سره د نورو سهولتونو ترڅنګ خلکو ته په کې د کار وړ زمینه برابره شي .ده له قومي د مشرانو وغوښتل ، چې د دې مهمې لارې د جوړېدو په هره برخه کې له دوی سره همکاري وکړي . د ده په وینا چې ټول د بیارغونې کارونه چې په دې ولایت کې ترسره کیږي ، ګټه یې یوازې زموږ ولس ته رسیږي ، نو په کارده چې ولس هم له خپلو ټولګټو پروژو ساتنه وکړي .ترڅو پرته له کومو ستونزو سرته ورسیږي او ولس یې له ګټو برخمن شي .
همداشان ښاغلي نعیمي د قومي مشرانو له خوا د ورکړل شویو ژمنوخوښي څرګنده کړه ، چې د سولې په راوستو کې به له دولت سره زیاته همکاري وکړي .
دولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :څلورم
نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۱۲