
دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې دعامه نظم پولیسو تاسیساتي او تجهیزاتي ودانۍ د۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت بشپړ او دپټۍ په پریکولو سره دنوموړو پولیسو داستوګنې لپاره چمتوشوې.
هغه غونډه چې دنوموړو مراسمو په موخه دنوموړو تاسیساتي ودانیو دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د ولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره دعامه نظم لوې ریس مل پاسوال ګل زمري،دامنیي قوماندان جنرال حقنواز حقیار،دمیشتو ایساف ځواکونو مسول ډګرمن چمبر،د(TI) کمپنۍ مسولینو او دولایت یوشمیر ادارو ریسانو ګډون کړې وو.
غونډې ته ښاغلي والي په خپله ویناء کې د امنیتي ارګانونو تقویه او غښتلي کول د ۲۰۱۴ میلادي کال کې دنړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د واک دانتقال لپاره ضروري وګڼل چې له امله به یې د امنیتي ارګانونه پیاوړي او دمسولیت اخیستلو جوګه شي.
همدارنګه ښاغلي فدایي دافغان امنیتي ارګانونو څخه په کلکه وغوښتل چې دنوموړو ودانیوو په ساتلو او سم استعمال ته توجو وکړئ او نوموړي ودانۍ خپله ملي شتمني وګڼې ترڅو دخراب استعمال سره لمنځه لاړې نشي.
ورپسې دعامه نظم لوې ریس ګل زمري هم د ولایت والي او نړیوالو مرسته کوونکو څخه مننه وکړه چې دخپل ټاکل شوې لومړیتوب پراساس يې دعامه نظم پولیسو لپاره په نړیوالو سټندرونو برابرې ودانۍ جوړې کړي چې له امله به دمرکزي او جنوبي زون په کچه دنوموړو ځواکونو ټول حمایه دهمدغو مرکزونو څخه کیږي او ژمنه یې وکړه چې د ودانیوو په ساتنه کې به خپل ملي مسولیت اداکوي.
دعامه نظم پولیسو لپاره نوموړۍ ودانۍ په څه باندې ۱۰۰ جریبه ځمکه کې دایساف ځواکونو په مالي مرسته د(TI) کمپنۍ لخوا چې کار یې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې پیل شوې وو، نوموړۍ ودانۍ په دوه برخو کې په نړیوالو معیارونو سره سم جوړیږي چې دیوې برخې کار نن د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت بشپړشوو او دبلې برخې کار یې ۸۰ سلنه بشپړشوې دی کار یې اوس هم جریان لري.
په بشپړو شوو ودانیو کې دنوموړو پولیسو لپاره د مسلکي او تخنیکي زده کړو ودانۍ،درسي خونې،دغونډو کنفرانس خونې،دخوړنځي تالارونه،شپه غالي(لیلي)،دفترونه،مجهز تشنابونه،دسپورت ځایونه،دموټرو درولو پارګینک،دموټرو ترمیم مرکزونه،پاخه سړکونه او نور د ژوند ټولې اسانتیاوي او سهولتونه پکې برابرشوې چې له امله به دعامه نظم پولیسو ټولې ستونزې حل شي.
دیادولو وړ ده چې په نوموړو ودانیوو په جوړولو کې د ۳۰۰ تخکنیکي کسانو ترڅنګ هر ورځ دسیمې ۴۷۵ تنه ځوانان په کار بوخت وو.
د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰ شاهدالله شاهد