د مهربانۍ له مخې خپل ځان ته سزا مه ورکوئ

آیا خپل ځان ته یو ځانګړی ارزښت ورکوئ؟ آیا له خپلو وړتیاوو څخه خبر یاست او پېژندلې مو دي؟ دا افکار او احساسات ښایي مثبت، منفي یا له دې دواړو حسونو څخه جوړ شوي وي. په یو نه یو ډول دا احساسات او افکار خپل ځان ته ستاسو د درنښت کچه څرګندوي.
 
خپل ځان ته درناوی
له خپل ځانه راضي او خوښ اوسېدل تل منفي نه دي او که چېرې افراد اصلاً خپل ځان ونه مني او یوازې خپل کمزوري ټکي وویني، له خپل ځان څخه په رضایت کې د افراط په څېر، د هغوی د پرمختګ مخه نیسي.
 
په حقیقت کې باید ووایو، خپل ځان ته درناوی، په عمومي حالت کې، د خپل ځان په اړه د مثبت فکر کولو په مانا دی، خو په نفس باندې اعتماد لرل، په خپلو وړتیاوو باندې باور لرلو په مانا دی. په بله وینا خپل ځان ته درناوی، د خپل ځان په اړه ستاسو د لیدلوري څرنګوالی څرګندوي، خو په نفس باندې اعتماد د خپلو وړتیاوو په اړه ستاسو د لیدلوري څرنګوالی دی.
 
تورې او سپینې لوړې الوتنې (بلندپروازیانې)
ټولې ورځې، نمرې، پېښې او نورې ... تورې سپینې نه دي، کله چې خپل شته وضعیت تور وګڼئ او خپل هېڅ پیاوړي ټکي او د شرایطو ښېګڼې ارزښتمنې ونه ګڼئ، لږ لږ ستاسو په لور خیالبافیانې راځي او د خپل ځان لپاره غیر واقعي لوړې موخې غواړئ. د دې لپاره، چې له خپل ځان څخه د راضي اوسېدو له ګټو څخه، چې عاجزي هم ورسره مل ده برخمن شئ؛ موخه ولرئ او په یوې پروګرام جوړونې سره، هغې ته د رسېدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړئ.
 
اوس نالیدلی مه نیسئ 
ډاډه اوسئ، چې هېڅوک په بشپړه توګه له خپل تېر څخه راضي نه دی او کله وخت بریالي کسان هم د خپل تېر په اړه افسوس کوي، که چېرې په ناهیلي ډول تل په خپل تېر باندې فکر کوئ، له اوس څخه ناخبره کېږئ او دغه راز که د خپل اوسني ژوند د جوړولو په فکر کې ونه اوسئ، له خپل ځان څخه به  نه رضایت تجربه کړئ. هغه انسانان، چې په منځنۍ کچه له ځانه راضي دي، خوشاله او مینه ناک دي.
 
خپل ځان ومئ
بریالي کېدل انرژي غواړي، که چېرې تل د هغو شرایطو د بدلون لپاره د هڅې په حال کې یاست، چې بدلون یې ناشونی دی، نو انرژي مو کمېږي، له خپل ځان څخه رضایت په پخوانیو فکرونو کې له ډوبېدو سره همغږي نه لري. دا ځل هڅه وکړئ د خپل ځان په خاطر، کورني شرایط، ښاري فرهنګ او ..... په سمه توګه وپېژنئ، ترڅو له هغې وروسته د غوره ژوند فرصت پیدا کړئ. کولای شئ کله چې یوازې یاست له خپل ځان سره منطقي خبرې وکړئ، ترڅو ذهن او زړه مو دا ومني، چې ونه (قد) مو لنډه ده. پرتله له خپل ځان څخه د رضایت یو خطرناک زهر دی، ترې وتښتئ. د نویو مهارتونو په زده کړه باندې په بوختېدلو سره، د خپلو منفي ذهني بوختیاوو لپاره ځای ناستی پیدا کړئ.
 
خپګان تاسو ته نه راځي
دا چې تاسو د خپل ځان په اړه ښه احساس ولرئ، ډېر زیات مهم دی، ځکه دا حس تاسو ته په ژوند باندې د کنټرول لرلو ځواک درکوي، له تاسو سره مرسته کوي، چې له خپلو اړیکو څخه د رضایت احساس ولرئ، تاسو ته اجازه درکوي، ترڅو له خپل ځان څخه واقع بینانه هیلې ولرئ او د خپلو موخو د څارلو ځواک ولرئ. له بلې خوا دا چې د خپل ځان په اړه منفي احساسات ولرئ، د خپل ځان او نورو په اړه ستاسو بدبیني مرسته کوي، چې په خپل ځان باندې کم باور ولرئ، په پای کې په تاسو کې کمزورې کړنې، خپه او اندېښمن اوسېدل رامنځته کوي.
 
د خپل ځان د ښه والي تګلارې
هغه کسان، چې خپل ځان ته د درناوي له ټیټې کچې څخه برخمن دي، په خپل ورځني ژوند کې د خپل ځان لپاره کم وخت او فرصت په پام کې نیسي.
 
له دې امله د ورځې لږ تر لږه لس دقیقې د خپل ځان لپاره په پام کې ونیسئ، په دې وخت کې یوازې واوسئ، کېنئ او هېڅ بل کار مه ترسره کوئ، سترګې مو وتړئ او خپل ځان په شنو او زرغونو دښتو او سیمو کې تصور کړئ یا داسې فکر وکړئ، چې د سیند په غاړه کې یاست، د سیند د اوبو څپو ته وګورئ او د اوبو څپو ته غوږ ونیسئ.
 
له هغه وخت څخه، چې د خپل ځان لپاره مو ځانګړی کړی دی، خوند واخلئ، دا وخت یوازې په تاسو او ستاسو په یوازېتوب پورې ځانګړی شوی دی او تاسو یې وړ یاست. له دې تمرین وروسته به خپل ځان ښه احساس کړئ، نو دا وخت د خپل ځان لپاره ځانګړی کړئ.
 
د خپل ځان په اړه پنځوس ټکي ولیکئ
که تاسو د خپل ځان د درناوي له ټیټې کچې څخه ځورېږئ، کولای شئ دا ستونزه د څو اوونیو په لړ کې حل کړئ، البته باید پشتکار ولرئ.
 
یو کاغذ را واخلئ او خپلې شخصیتي ځانګړتیاوې او یا هغه څیزونه، چې د خپل ځان په اړه پرې پوهېږئ، یاددښت کړئ، حتا کولای شئ، هغه موارد او کارونه، چې پېښېدل یې ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي هم یاددښت کړئ.
 
د بېلګې په توګه: هغه کتاب مو، چې په ناڅاپي توګه اخیستی دی، د کال تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب و، یا دا چې په سوپر مارکېټ کې مو له یوې بوډۍ سره موټر ته د هغې د توکو په وړلو کې مرسته کړې ده او داسې نور.....
 
دا موارد ښایي ستاسو لپاره ډېر عادي تر سترګو شي، خو هره هغه کوچنۍ چاره، چې له خپل ځان څخه ستاسو د رضایت او خوشالۍ سبب وګرځي، خپل ځان ته د درناوي د کچې په لوړولو کې ډېر زیات ارزښت لري. کله چې دا پنځوس موارد مو یاددښت کړل، دا لړلیک په هغه ځای کې ولګوئ، چې ډېری وخت مو سترګې پرې لګېږي.
 
تاسو کولای شئ هره ورځ په دې لړلیک باندې نوي موارد هم ور زیات کړئ.